یوناما: افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې خبرو ته خطر دی

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) مشره ډېبورا لاینز وایي، په دې هېواد کې د تاوتریخوالي‌ اوسنۍ کچه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره یو خطر دی.‌

اغلې لاینز پنجشنبه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلور میاشتنۍ غونډې ته وویل،‌ دوحه کې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا خبرې باید له دمې وروسته د جنورۍ پر پنځمه بېرته پیل شي.‌

خو مېرمن لاینز په ورته وخت کې اندېښنه وښوده چې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې پر ښځو، خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه ډېر شوي دي.

د یوناما مشرې د قطر په ګډون د یو شمېر هغو هېوادونو مننه وکړه چې د افغان سولې روانو خبرو کې ښکېل دي، او ټینګار یې وکړ چې د سیمې د ثبات لپاره افغانستان کې سوله اړینه ده.‌

نوموړي وویل،‌ ۲۰۲۰ کال د افغانستان لپاره یو حساس کال و،‌ ځکه د دوحې تړون، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د جنیوا کنفرانس په څېرې مهمې پېښې په کې وشوې، خو راتلونکی کال به تر دې هم مهم وي.‌

"حقاني شبکه لا هم القاعدې سره اړیکې لري"

د افغانستان په اړه د امنیت شورا دې غونډې ته د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې مشر دیان تراینساه جاني‌ هم خبرې وکړې.‌

نوموړي تور پورې کړ چې د حقاني شبکه لا هم د القاعدې له ترهګرې ډلې سره اړیکې لري، خو زیاته یې کړه چې په ټوله کې د افغان سولې د بهیر او له تور لېسته د طالب مشرانو د ایستلو ملاتړ کوي.‌

ښاغلي‌ جاني ‌وویل،‌ په ۲۰۱۹ کال او د ۲۰۲۰ لومړیو کې داعش ډله ډېره وځپل شوه، او طالبانو د دوی په ځپلو کې د افغان ځواکونو او نړیوالو په څېر مهم رول لوبولی دی.

خو نوموړي خبرداری ورکړ چې پر کابل پوهنتون او نورو بریدونو وښوده چې دغه ډله په افغانستان کې لا هم یو خطر دی.

یادې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې ښکلا ځدراڼ‌ هم وینا وکړه او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د درولو غوښتنه یې وکړه.‌

نوموړې وویل، افغانستان کې پر تعلیمي او تحصلي مرکزونو بریدونه د دې لپاره کیږي چې افغانان تیاره کې وساتل شي.

ښکلا ځدراڼ وویل،‌ ځوانان باید د سولې د مذاکراتو برخه وي، خو دا مهال دوی له دې پروسې څنډې ته پرېښودل شوي دي.‌

د سولې خبرو کې دمه؛ خو راتلونکی پړاو به چېرې کېږي؟

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان په اړه خپله څلور میاشتنۍ غونډه کوي چې دوحه کې د بین الافغاني‌ مذاکراتو ښکېلو غاړو شل ورځنۍ دمه اعلان کړې ده.

دې خبرو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی کابل ته ستون شوی او هلته یې د دې بهیر په اړه سلا مشورې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو یو پلاوی هم د ملا بردار په مشرۍ پاکستان ته تللی او تمه کېږي چې د جمعې پر ورځ‌ به له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.‌

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې نور دې د افغانانو له وژنې او وینې تویولو لاس پر سر شي او سولې ته دې غاړه کېږدي.

ولسمشر غني د کندهار دیني عالمانو ته خبرو کې وویل: "کندهار لوی زړه لري. طالبان دې راشي او موږ سره دې د میرویس نیکه او یا د احمدشاه بابا په مقبره کې خبرو ته کېني ".

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې لا هم په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره زمینه نه ده برابره.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د مذاکراتو د ځای په تړاو باید دواړه مذاکراتي ډلې په خپلو کې پرېکړه وکړي او له دې پرته د بل هر لوري څرګندونې د هغه په خبره د سولې خبرو کې د خنډ اچولو په معنا دي.