افغان سولې خبرې؛ تر دې دمه څه پرمختګونه شوي؟

د خپرېدو وخت

د افغان دولت او طالبانو مرکچیان د سپتمبر له ۱۲ راهیسې په قطر کې وو. د خبرو اجنډا لپاره پر طرزالعمل هوکړه یو مهم پرمختګ بلل کېږي. خو د خبرو اصلي پړاو لا هم مخکې پروت دی. بي بي سي پښتو دلته تر اوسه دې برخه کې شویو مهمو پرمختګونو ته یوه کتنه کړې.

د دواړو لوریو تر منځ د خبرو رسمي پیل د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په شتون کې وشو. په اجنډا کې لومړی: اصولاً هوکړه وشوه، چې هره غونډه به د قران کریم له تلاوته پیلېږي او دغه راز د ډوډۍ خوړولو دمې پر وخت هم توافق وشو، نور پیچلي مسایل د دواړو لوریو لخوا ټاکل شویو تماس ‌ډلو ته پرېښودل شوي وو.

لس ورځې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل هېواد کانګرس ته تایید کړه او ویې ویل:

''په داسې حال کې چې موږ هیله مندۍ ته دلیلونه لرو، د راتلونکو ننګونو په هکله هیڅ ابهام نه لرو. ''

نوموړي هغه مهال واشنګټن کې د خبرو پر مهال وویل، ''مرکچیان باید له خپلو شخصي ګټو او سیاسي اختلافونو تېر شي او خبرداری یې ورکړ، چې که د سولې هوکړه ونشي، افغانانو ته به یې زیات زیان ورسېږي. ''

رپوټونه وايي، دواړه لوري په هغه ژبه کې پر کوچنیو بدلونونو موافق شوي، چې خبرو کې به کارېږي. په دې کې د قران او سنت، شریعت، ټولنیز عدالت، اسلامي عدالت، جهاد او کړکېچ اصطلاحات شامل دي.

د دې ټکیو پر سر له درې اونیو چنو وروسته ولسمشر غني دوحې ته لاړ چې له قطري چارواکو او افغان مرکچي پلاوي سره وویني.

په هلمند کې د طالبانو له بریدونو وروسته امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ملر له طالب استازو سره ولیدل او د تاوتریخوالي پر ډېرېدو ورسره وغږېدل.

د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې نه دي ویل شوي، چې د خبرو بهیر کې به اوربند کېږي. دا یوازې دومره وايي، چې دواړه لوري به د بین الافغاني مذاکراتو لړ کې پر اوربند خبرې کوي.

پوټونو کې ویل شوي، د دواړو لوریو تماس ډلې درې کسانو ته راکمې شوې، چې غلام فاروق مجروح، فاطمه ګیلاني او رسول طالب د دولت له لوري او نبي عمري، قاري دین محمد او لطیف منصور د طالبانو له لوري پکې شامل دي. دوه مهم مسایل چې پاتې دي: د شخړو هواري قانوني بنسټ او د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړي حیثیت دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د دندې موده یې لنډه پاتې ده، دوحې ته لاړ او له دواړو پلاویو سره یې ولیدل. متحده ایالات د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر نیمايي پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ۲۵۰۰ ته پر راټیټولو کار کوي.

اروپايي ټولنې بریتانیا او نورو نړیوالو همکارانو یې د روغې جوړې ملي شورا د غړو ټاکلو لپاره غږ وکړ، چې د سولې خبرې همغږې شي.

اروپايي ټولنې ویلي:

''د سیاسي مشرانو تر څنګ باید د شورا به غړو کې د ښځینه فعالانو ډلو، جګړې قربانیانو استازي، مذهبي لږکیو، ځوانانو او مدني فعالانو غړي هم شامل وي.) ''

د افغان دولت او طالبانو مرکچیانو وايي، د سولې خبرو پر مخ بیولو لپاره پر کړنلاره یا طرزالعمل سلا شوي دي. د سولې دې خبرو کې دغه اقدام مهم پرمختګ بلل کېږي. د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دغه درې پاڼې هوکړه د یوه پراخ اوربند او سیاسي تګلارې لپاره مهم پړاو دی. د افغان دولت مرکچي پلاوي یو غړی وايي، راتلونکی ګام به د خبرو لپاره د اجنډا چمتو کول وي.