سرچینې: د ولسمشر اشرف غني مخالفت له امله د سولې خبرو کړنلارې لاسلیک ځنډېدلی
د خپرېدو وخت
په پخلاینې شورا کې سرچینې وايي د ولسمشر اشرف غني مخالفت له امله د سولې خبرو کړنلارې لاسلیک ځنډېدلی. دغه سرچینه وايي دواړو مذاکراتي ډلو د خبرو بنسټ لپاره پر څلورو موضوعاتو هوکړه کړې خو ولسمشر غني دغه هوکړه نه ده منلې. ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي د افغانستان اساسي قانون او د سولې مشورتي جرګې د سولې خبرو لپاره چوکاټ ټاکلی. دغه راز د پخلاینې شورا جوړښت او فعالېدو لپاره فشارونه په ډېرېدو دي. نور حال نجما ځلا راکوي.