تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت د کډوالو په تړاو د ایراني پارلمان پر نوې طرحه اندېښنه وښوده
د افغانستان کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر نور رحمان اخلاقي وایي، په ایران کې د غیر قانوني بهرنیو وګړو په تړاو د هغې طرحې ځینې برخې "ټکان ورکونکې دي" چې د ایران د شورا استازو لخوا وړاندې شوې ده.
د ایران اسلامی شورا مجلس په دغه طرحه کې د غیر قانوني کډوالو لپاره د جریمې او زندان سزاګانې په پام کې نیول شوې دي. دغه راز طرحه امنیتي کسانو ته اجازه ورکوي، چې پر هغو ګاډو ډزې وکړي، چې د غیر قانوني کډوالو لېږدولو شک پرې کېږي.
خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د دغې طرحې په هکله د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، هیله من دی، په ټولو هېوادونو کې د افغانانو لپاره بشري حقونه په پام کې ونیول شي.
دغه طرحه وايي، که موټر د تالاشۍ له پوستې تښتي او (د اتباعو لېږد قوي شک پرې کېږي) مسوولین به د وسلې کارولو اجازه ولري.
د یادولو ده چې په ایران کې د مېشتو ناقانونه کډوالو لویه برخه افغانان دي، او په تېرو کې پر دغو کډوالو د ایراني پوله ساتو ځواکونو د ډزو پېښې هم رامنځته ته شوې دي.
د روان کال په اوږدو کې دغه ډول دوې پېښې وشوې، چې لوړ پوړو افغان او ایراني چارواکو یې په تړاو خبرې اترې هم کړې.
د سږکال په غوايي میاشت کې یو شمېر افغان کډوالو وویل، په "دهانه ذوالفقار" سیمه کې ایراني پوله ساتو ځواکونو شکنجه کړي او سیند ته یې غورځولي دي.
خو د ایران سرحدي ځواکونو هغه مهال دا توروه رد کړي چې ګواکې یو شمېر هغه افغان کډوالو یې چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي دي.
دغه راز په وږي میاشت کې بیا د ایران په یزد سیمه کې ایراني امنیتي ځواکونو پر یوه روان ګاډي ډزې وکړې، چې پایله کې یې ګاډي اور واخیست، درې کسان پکې وسوځېدل او ځینې نور ټپیان شول.
له هغې پېښې وروسته په کابل او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د ایراني چارواکو پر ضد مظاهرې هم وشوې.
د دې پېښې په یوه ویډیو کې چې وروسته پر خواله رسنیو هم ډېره لاس په لاس شوه، یو افغان زلمی چې سوځېدلی دی، شاوخوا ولاړو خلکو ته وایي: "لږې اوبه راکړه، سوځېدلی یم ".
هر کال ګڼ شمېر افغان کډوالو ایران کې د کار موندلو لپاره او یا هم اروپایي هېوادونو ته د قاچاقي سفر لپاره د ایران پر پوله ور اوړي او له خطرونو ډک سفرونه کوي.