افغانستان کې د نوي ډول مخدره موادو د تولید خبرداری

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د نوي ډول مخدره موادو د تولید خبرداری
د خپرېدو وخت

یو نوی رپوټ خبرداری ورکوي چې افغانستان د ډېرې خطرناکې او روږدېدونکې - غېر قانوني مادې methamphetamine یا کرسټال مېت یو مهم تولیدونکی کېږي. افغانستان له وړاندې لا د نړۍ د مخدره موادو یوه لویه سرچینه ده خو دا څېړنه چې د اروپايي ټولنې د مخدره موادو د څار ادارې کړې ده، خبرداری ورکوي چې، په دغه هېواد کې به د میت تولید تر ټولو لوی صنعت شي. په دې وروستیو میاشتو کې څو وارې په نړیواله کچه د دې موادو ډېرې لویې اندازې ونیول شوې او باور دا دی چې په افغانستان کې جوړ شوي وو. سکندر کرماني رپوټ لري.