تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مایک پومپیو دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو له استازو سره وکتل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د شنبې پر ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي استازو سره لیدلي دي. ویل کېږي چې د دې لیدنو موخه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو اترو بیا پیلېدل دي.
ښاغلي پومپیو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، 'د خبرو روانو ساتلو او د هغه پرمختګ له کبله چې دې خبرو کې شوی، ' دواړه لوري یې ستایلي دي. نوموړی وايي، 'د تل پاتې او پراخ اوربند او سیاسي تګلارې لپاره یې دواړه لوري د خبرو چټکولو ' ته هڅولي دي.
د افغان دولت مرکچي پلاوي د دې لیدنې په تړاو په یو لړ ټویټر پیغامونو کې ویلي، دوی له ښاغلي پومپیو او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرو کې ټینګار کړی چې د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کېدو وروسته د تاو تریخوالي ډېرېدل د منلو وړ نه ده.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د دواړو لوریو تر منځ د شوې هوکړې پر اهمیت او ورته ژمنتیا، د تور لیست لېرې کېدو، پاتې بندیانو پر خوشي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو پر اړوند موضوعاتو خبرې شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دوحې ته نا اعلان شوی سفر کوي چې ټاکل شوې ده په راتلونکۍ جنورۍ کې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن واک ترلاسه کړي.
دوحې ته د ښاغلي پومپیو له دې سفر یوازې څو ورځې وړاندې د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر نیمایي به افغانستان نه خپل دوه زره نور پوځیان هم وباسي او هلته به یوازې ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي.
خبرې په ټپه ولاړې دي، خو تاوتریخوالی روان دی
بل لور ته په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاو ترمنځ بین الافغاني خبرو کې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی او له څه مودې راهیسې خبرې په ټپه ولاړې دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې پر ورځ د امنیت شورا اریا فورمول غونډې ته وینا کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له خپلو صلاحیتونو څخه د فشار په توګه د طالبانو پر وړاندې کار واخلي او دا ډله اوربند ته وهڅوي.
د ښاغلي غني په وینا طالبانو هغه شرطونه نه دي پوره کړي، چې پر دوی لګول شوي وو. نوموړي یادې غونډې ته وویل، بندیزونو کې یوازې هغه مهال بدلون کېدای شي، چې د سولې خبرې پرمختګ او پایله ولري.
خو طالبانو د افغان ولسمشر دې څرګندونو ته په غبرګون کې تور پورې کړی، چې ښاغلی غني غواړي "د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي، دا پروسه له ناکامۍ سره مخامخ کړي او د سولې او مذاکراتو د روح پرخلاف دریځ ونیسي".
که یوې خوا ته د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي نو له بلې خوا په افغانستان کې د تاو تریخوالي پېښې ډېرې شوې او همدا نن شنبه پر پلازمېنه کابل ۲۳ توغندي وېشتل شوي، چې پایله کې یې اته کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
که څه هم طالبانو په دې توغندیزو بریدونو کې لاس درلودل رد کړي، خو نړیواله ټولنه بیا بیا له ښکېلو خواو غواړي چې د ولسي وکړو د مرګژوبلې مخنیوي لپاره تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي.
دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي هم هېواد کې روان تاوتریخوالی د دوحې توافق سره تناقض کې بللی.
یاد پلاوي د شنبې پر ورځ دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره تر کتنې وروسته ویلي، افغانان د دایمي اوربند تمه لري او په افغانستان کې روانه جګړه اسلامي نړۍ ناروا بللې او نړیوالې ټولنې ته هم د منلو نه ده.