"د استرالیايي سرتېرو د هرې ناسمې کړنې له کبله بښنه غواړم"

د ویډیو تشریح، "د استرالیايي سرتېرو د هرې ناسمې کړنې له کبله بښنه غواړم"
د خپرېدو وخت

د اسټرالیا دفاع وزارت موندنې وايي، کره شواهد په لاس ورغلي چې ښيي د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو د افغان جګړې پر مهال ۳۹ افغان ولسي وګړي بې قانونه وژلي دي.

د اسټرالیا لوی درستیز انګس کمپبېل هم خبري غونډه کې له افغانانو بښنه وغوښته: "د اسټرالیا د پوځ په استازیتوب له افغانانو د زړه له کومې او بې درېغه بښنه غواړم. "

له بلې خوا د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وايي، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن له افغان ولسمشر سره ټلیفوني خبرو کې د دې رپوټ د موندنو په تړاو خپله خواشیني ښودلې ده.