امرالله صالح د افغانانو لپاره د پاکستان ویزو د هرې ورځې شمېر مالومېدل غواړي

د خپرېدو وخت

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په کابل کې د پاکستان له سفارت غوښتنه وکړي، چې د هرې ورځې د ویزو د ورکړې شمیر ورته مالوم کړي.

د امرالله صالح په خبره، دې سره به د ویزو د وېش بهیر تنظیم شي او بې نظمي به هم له منځه لاړه شي.

دا غوښتنه له هغه وروسته ده چې د تېر اکټوبر پر ۲۱ د جلال اباد فوټبال سټیډيم کې د پاکستان ويزې لپاره ټوکن ترلاسه کولو ګڼه ګوڼه کې ۱۲ کسان ووژل او ۱۳ نور ژوبل شول چې ډېرې يې مېرمنې وې.

د لومړي مرستیال امرالله صالح د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد بي بي سي سره خبرو کې د دې پېښې یادولو سره وویل:

"دا ګام د دې لپاره پورته شوی چې نه د افغانانو سپکاوی وشي او یا هم وځورول شي او نه هم د ویزو ورکړې لړۍ بنده شي. "

ښاغلی مرازد زیاتوي، کله چې پاکستان کابل او ولایتونو کې د ویزو شمېر مشخص کړي، نو بیا دوی پر داسې جوړښت کار کوي چې د ویزې ترلاسولو منظم سیستم را منځ ته شي او خلک یې له انتظار او ستونزو ګاللو پرته ترلاسه کړي.

ویزه کې د اسانتیا لپاره د پاکستان خبره

د تېر سپټمبر په ۲۹ د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي صادق خان وویل، د دغه هېواد کابینې افغان وګړو ته د پاکستان ویزې ورکولو لپاره یوه نوې تګلاره یا پالیسې منلې ده چې له مخې به یې د افغان وګړو لپاره د دې د ویزې ترلاسول اسان شي او په یوه ویزه به څو ځله پاکستان ته تللی شي.

د نوموړي په خبره افغانانو ته به د کاروبار او پانګونې لپاره ځانګړې ویزې ورکول کېږي او افغان محصلینو لپاره هم د ویزو یوه ځانګړې کټګوري رامنځته کېږي او د ناروغانو لپاره د (روغتیایي ویزه) په نامه له کرښې د اوښتو پر وخت ویزه لګول کېږي.