د ملګرو ملتونو چارواکی: القاعده لا هم طالبانو سره نږدې تړاو لري

د ویډیو تشریح، د ملګرو ملتونو چارواکی: القاعده لا هم طالبانو سره نږدې تړاو لري
د خپرېدو وخت

وايي القاعده لا اوس هم ښه زور کې افغانستان کې له طالبانو سره تړلې ده. دا د ملګرو ملتونو هغې ډلې مشر روښانه پيغام دی، چې افغانستان کې د اورپکو کړه وړه څاري. ده بي بي سي ته ويلي، دا حالت داسې حال کې دی، چې طالبانو د دې تېرې فبرورۍ پای کې له له امريکايانو سره يو تاريخي تړون لاسليکولو کې ژمنه وکړه، چې له دې اورپکې ډلې سره به اړيکي شلوي، او القاعده به نه پرېږدي، چې د نړيوالو بريدونو لپاره افغان خاورې کار واخلي. بدل کې امريکايانو ټټر وهلی، چې تر راتلونکي کاله به افغانستان ټول ځواکونه وباسي. طالبانو له القاعدې سره د اړيکو لرلو خبره رد کړې ده.