تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني طالبانو ته: راشئ زموږ له عالمانو سره وغږېږئ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ( د اکټوبر ۲۹) د میلادالنبي غونډه کې وویل، افغانستان مسلمان ملت او اسلامي نظام لري او پر طالبانو یې غږ وکړ چې افغان عالمانو سره خبرې وکړي.
ولسمشر غني د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د طالبانو دریځ ته په اشاره چې وايي- که هوکړې ته رسېږي باید بنسټ یې دوحه کې د طالب امریکا د سولې تړون وي- وویل:
"هغو خلکو چې دعوه یې کوله چې شل کاله په دین درېدلي، نن وايي، نه د امریکا پیمان چې هغه هم مفاهمه ده، دوی ته بهتر دی د قران شریف له احکامو، دا ګز دا میدان راشئ زموږ له علما کرامو سره وغږئږئ."
ولسمشر غني دا هم وویل، چې افغانان او افغانستان څوک وېشلی نه شي او بیا یې وویل: "طالبان دې د دې ماشوم اواز واوري."
د نوموړي اشاره هغو دوو ماشومانو ته وه چې په جنګ کې معیوب شوي او د غونډې لومړیو کې یې خپلو خبرو کې د سولې غوښتنه وکړه.
د افغانانو خپلمنځي خبرې د سپټمبر پر ۱۲ دوحه کې پرانیستل شوې، خو لا هم دواړه لوري د خبرو پر چلنلار نه دي سلا شوي او یو خنډ دا دی چې طالبان وايي، د طالب-امریکا د دوحې تړون د اصولو له مخې باید خبرې وشي.
خو افغان پلاوي ترې دې مخکې ټینګار کاوه چې دا خبرې باید د امریکا او افغان حکومت د ګډې اعلامیې له مخې وشي.
د طالب او امریکايي چارواکو لیدنه
له بلې خوا قطر کې د افغان طالبانو دفتر و ايي، د دې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند په مشرۍ پلاوي د افغان سولې لپار ه د امریکا ځانګړي استازي او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قومندان جنرال سکاټ مېلر او پلاوي سره یې د دوحې تړون پر سم پلیتوب خبرې وکړې.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم خپل ټوېټ کې زیاتوي: "په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د شوې توافقنامې د اهميت. د هغې د ټولو مادو په ښه او پوره تطبيق بحث وشو."
دا لیدنه په داسې مهال ده چې لا هم په قطر کې د سپټمبر له ۱۲ د افغان سولې خبرو لپاره د چلنلار په جوړولو طالبان او حکومت هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه یې کمېدل غواړي.
زلمي خلیلزاد د چارشنبې په ورځ خپله په دې تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې وه او لیکلي یې و، سیمې ته داسې حال کې مایوس ستنېږي، چې ښکېلو اړخونو د تاو تریخوالي په هکله خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.
ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې خبرو لوریو ته خبرداری ورکړی، چې 'یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو فرصت به تل پاتې نه وي. '