تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خلیلزاد خبرداری: د سیاسي جوړجاړي اوسنی فرصت به تل نه وي
د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې خبرو لوریو ته خبرداری ورکړی، چې 'یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو فرصت به تل پاتې نه وي. '
د ښاغلي خلیلزاد د ټویټر پیغامونو دې لړۍ کې د نوموړي لهجه نسبتاً تونده ښکاري. زلمی خلیلزاد وايي: ''همدا اوس افغانان ډېر وژل کېږي او د وینې تویېدل باید بند شي. ''
ښاغلی خلیلزاد پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي:
''سیمه ییز ورانکاري خپلو نامشروع هدفونو ته د رسېدو لپاره له افغانانو د 'بې ارزښته 'وسېلې په توګه کار اخلي. ''
ښاغلی خلیلزاد د پیغامونو په دې لړۍ کې ټینګار کوي، چې وینه تویېدنه باید ودرېږي.
له دې مخکې وړمه ورځ کابل کې یو شمېر دیني عالمانو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د منځګړیتوب لپاره چمتوالی وښود.
دغو عالمانو په خپلو خبرو کې د جګړې ښکېلوخواوو ته خبرداری ورکړ چې د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نشته او سولې ته دې غاړه کېږدي.
دغه ناسته شپږ اوونۍ وروسته له هغې تر سره شوه چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې پېل شوې، خو تر اوسه په کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی لیدل شوی او په اجنډا یې هم تر اوسه نتیجې نه دي رسېدلي.
ښاغلی خلیلزاد وايي، سیمې ته داسې حال کې مایوس ستنېږي، چې ښکېلو اړخونو د تاو تریخوالي په هکله خپلې ژمنې نه دي پوره کړی.
نوموړی زیاتوي:
''د روغې جوړې له کولو او دوښمني پرېښودلو، د خپلو هېوادوالو په غېږ کې له نیولو، او د سیاسي همکارۍ لپاره پر یوه فورمول له هوکړه کولو انکار، روانې جګړې ته زمینه برابره کړې. ''
ښاغلي خلیلزاد د خپلو ټویټري پیغامونو په لړ کې وايي: ''افغانان باید د ګډوډۍ پر ځای پر ټیکاو، وده او د غچ اخیستنې پر ځای پر روغه جوړه تمرکز وکړي. ''
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ له نژدې څلوېښت ورځو وروسته لا هم د سولې خبرو پر کړنلاره خبرې روانې دي.
طالبان خپلې خبرې له امریکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ بولي، خو افغان حکومت یې مخالفت کوي. دا هغه ستونزه ده چې د سولې خبرې یې په ټپه ولاړ حالت سره مخ کړې دي.
د تماس ډلو تر منځ وروستۍ ناسته تېره پنجشنبه تر سره شوه، خو پایله یې نه لرله.