تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'افغانستان کې دوه نیم میلیونه ماشومان له ګوزڼ ضد واکسینه پاتې دي'
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
- د خپرېدو وخت
د افغانستان روغتیايي چارواکي وایي، دوه میلیونو کوچنیانو ته له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین نه دی ورکړل شوي. د عامې روغتیا وزارت چاوراکې وایي، د دغه شمېر نیمه برخه په سویلي ولایتونو کې دي.
د مسوولینو په خبره د ځینو نورو خنډونو تر څنګ له واکسین سره د ځینې کورنیو مخالفت او یا بې غوري د دې لامل شوې چې د ماشومانو د واکسین مخه ونیسي.
د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د لګېدلو بندیزونو او د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه د ګوزڼ ضد واکسین ځنډېدلی پروګرام تر شپږ میاشتني ځنډ وروسته څو ورځي وړاندي بیا پیل شو.
دوې میاشتې وړاندې د افریقا لویه وچه له ګوزڼه پاکه اعلان شوه، خو افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه وروستي هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس د کوچنیانو روغتیا ګواښي.
په افغانستان کې په روان ۲۰۲۰ کال کې د ګوزڼ ۴۷ مثبت پېښې ثبت شوې، چې ۳۳ یې د افغانستان سویلي ولایتونو کې دي. له دغه شمېر څخه ۱۲ یې کندهار کې ثبت شوې.
د ګوزڼ ضد واکسین په اړه ناسم فکر او تبلیغات او یا هم د نورو خدماتو غوښتل هغه څه دي، چې له مخې یې ځینې کورنۍ خپلو کوچنیانو ته د دغه واکسین له ورکړې ډډه کوي.
چارواکې وایي، ځینې کورنۍ بیا له کوم دلیل پرته نه غواړي، چې خپلو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.
په سویل کې د کتلوي معافیت عملیاتي مشر ډاکټر عبدالقیوم پخلا وایي، هغو سیمو کې چې دوی کور په کور د واکسین کمپاین پلی کوي څه باندې ۶۰ زره کوچنیان ترې بې برخې پاتې کېږي.
د افغانستان روغتیا وزارت بیا وایي، د حکومت مخالفو وسلوالو د بندیزونو له کبله څه باندې دوو کلونو راهیسې ۲ میلیونه کوچنیان د پولیو د معافیت ورکونې له پروګرام څخه پاتې کېږي.
د روغتيا وزارت د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو د پروګرام مشر ډاکتر هدایت الله ستانکزی وايي:
"وسلوال کور په کور اجازه نه راکوي ځکه نو په ناامنه سیمو کې کوچنیان له کمپان څخه بې برخې دي."
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، دوی له دې پروګرام سره هېڅ مخالفت نه لري او له خلکو یې وغوښتل چې خپل کوچنیان د ګوزڼ ضد واکسین لپاره جوماتونو او یا هم د قومي مشرانو کورونو ته ورولي.
څه موده وړاندې یو خپلواک سیمه ییز کمېسیون افریقا له پولیو یا ګوزڼ نه پاکه اعلان کړه، خو افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم د ګوزڼ ناروغۍ په کې د میلیونونو کوچنیانو ژوند ګواښي.