ټرمپ د افغانستان په هکله پټه غونډه "د بیر په غوښتلو سره وځنډوله"

د خپرېدو وخت

د وروستیو رپوټونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ درې کاله مخکې یوه پټه یا محرمانه امنیتي غونډه کې د افغانستان د وضعیت په هکله مهمې خبرې د مالټ میلک شیک یا د اوربشو شیدو په سپارښت سره وځنډولې.

اوس پولیټیکو خپرونه د ۲۰۱۷ کال د دې پېښې کیسه د امریکا د مهمو استخباراتي چارواکو له خولې خپروي چې د ځینې نړیوالو رسنیو پام هم ور اوښتی دی.

د دې رسنۍ د رپوټ له مخې، کیسه داسې وه چې ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ له پیلولو څو میاشتې وروسته د امریکا مهم استخباراتي چارواکي په نیوجرسي کې خپل ګلف لوبغالي ته ور وبلل چې د افغانستان، عراق او سوریې پر امنیتي مسلو ور سره خبرې وکړي.

دې ناسته کې د سي ای اې د ځانګړو چارو د مرکز مشر هم ګډون درلود چې د وسلوالو پرضد پټ او ښکاره عملیات کوي.

پولیټیکو لیکي، امنیتي چارواکي د افغانستان په هکله ولسمشر ټرمپ ته د حساسو امنیتي رپوټونو ورکولو په درشل کې وو چې هغه ناڅاپه غونډه وځنډوله او ویې پوښتل:

"څوک مالټ (یو ډول شیدې چې د اوربشو اوبه پکې وي) غواړي، موږ دلته ډېرې ښې د اوربشو شیدې هم لرو، تاسو یې باید وڅکئ."

ښاغلی ټرمپ چې پر ډېرو نازکو او پټو امنیتي او استخباراتي مسلو یې خبرې کولې، یو خدمتګار یې غونډې ته را وغوښت او د اوربشو شیدې یې ترې وغوښتې.

د امریکا د استخباراتي ادارې د هغه وخت درې چارواکو اوس پولیټیکو ته ویلي، د ټرمپ له دې چلن وروسته دا پېښه د اوربشو شیدې په پېښه مشهوره شوه او د دوی په خبره، دا له نازکو استخباراتي مسلو سره د ښاغلي ټرمپ د نه لېوالتیا او زړه تنګۍ لومړنۍ نښه وه.

د دې رسنۍ د رپوټ له مخې دې غونډه کې ولسمشر ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د یوه چاکلېټي کیک د خوړلو کیسه هم وکړه او هغه هم په داسې مهال چې امریکايي ځواکونو سوریه کې بمبار کاوه.

د امریکا د استخباراتي کارپوهانو په اند، له استخباراتي او امنیتي مسلو او چارواکو سره د ښاغلي ټرمپ چلن تل جنجال پاروونکی دی.

ځینې نړیوالو رسنیو هم تېر کې له استخباراتي او امنیتي چارواکو او ادارو سره د ښاغلي ټرمپ د نظریاتي اختلاف او توپیرونو په هکله رپوټونه لیکلي دي.

لکه له افغانستان، عراق او سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو او د ایران په تړاو د امریکا چلن د ښاغلي ټرمپ سیاسی تبلیغ بلل شوی چې له امله یې تل له مهمو امنیتي، دفاعي او استخباراتي چارواکو سره لاس ګرېوان شوی او د دې هېواد د مهمو ادارو له ډېرو مشرانو سره یې لاس ګرېوان کړی او د اختلاف له امله ان کله کله د نوموړي ټوېټري پیغام سره له دندې ګوښه شوي دي.

ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ پیلولو راهیسې درې ځلې د خپل ملي امنیت سلاکاران په تونده ژبه او یوه ټوېټري پیغام سره له دندې لرې کړي دي.

ښاغلي ټرمپ د تېر کال سپټمبر کې یوه ټوېټ سره وویل، د ملي امنیت سلاکار جان بولټن یې له دندې لرې کړی دی.

هغه دا هم لیکلي و چې د ښاغلي بولټن ډېرو وړاندیزونو سره مخالف و.

واشنګټن پوسټ هغه مهال وویل، ښاغلی بولټن له طالبانو سره د امریکا د تړون سخت مخالف و او په دې دلیل پر دې خبرو د بحث لپاره یوې مهمې غونډې ته ور بلل شوی نه و او زلمي خلیلزاد د طالب-امریکا د تړون یوه کاپي ور وسپارله.

له دې مخکې د امیکا د ملي اطلاعاتو مدیر ډن کوټس هم د ډونلډ ټرمپ له حکومت ووت. ښاغلي کوتس او ښاغلي ټرمپ تر ډېره د بهرني سیاست پر مختلفو مسلو په تېره د روسیې او شمالي کوریا په هکله د نظر اختلاف درلود.

د نوموړي د مدیریت وخت کې چې ښاغلي ټرمپ پر استخباراتي ادارو نیوکې کولې د ملي اطلاعاتو ادراې ارزونې بیا بیا له پوښتنې سره مخ کړې وې.

د امنیتي مسلو په هکله تېر کې د ښاغلي ټرمپ څرګندونې بیا بیا استخباراتي ادارې هیښې کړې دي.

د مثال په ډول یو ځل هغه د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره ولاړ و او ویې ویل، داسې هیڅ دلیل نشته چې د خپل هېواد د استخباراتي ادارو ارزونې د ښاغلي پوتین له څرګندونو ډېرې جدي وبولي.

استخباراتپوهانو پولیټیکو ته ویليو که د نومبر ۳ ولسمشرۍ ټاکنو کې جو بایډن بریالی شي نو یو مهم مسوولیت به یې د ولسمشرۍ او استخباراتي ټولنو ترمنځ د خرابو اړیکو رغول وي.