تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان دفاع وزارت وايي د طالبانو کلابندۍ کې ټپي سرتېرو ستونزه حل شوه
د افغانستان دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ( د اکټوبر ۱۹) وویل، د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې یې د هغو ټپي سرتېرو مشکل حل کړی چې طالبانو کلابند کړي وو.
دا وزارت رسنیو ته استولې اعلامیه کې وايي، چې دا سرتېري یې روغتون ته لېږدولي دي:
"کمانډو ځواکونو بېګا کوټه اشرو کې عملیات وکړل، چې په نتیجه کې یې دوښمن ته درنه مرګ ژوبله واړوله، د پوستې شاوخوا ټولې سیمې یې له طالبانو پاکې کړې. ټپي سرتېري یې روغتون ته ولېږدول او پوره خواړه او وسلې یې دې سرتېرو ته ورسول."
وروستیو ورځو کې خواله رسنیو کې ویډيو ښيي چې د جلرېز ولسوالۍ په کوټه اشرو سیمه کې د یوې پوستې قومندان عبدالجبار وايي، طالبانو د چارشنبې په ورځ د دوی پر پوسته موټر بم برید وکړ او څلور سرتېري یې ټپیان کړل.
دا قومندان زیاتوي، پر دوی د برید څلور ورځې تېرې شوې، خو لا هم مرسته ور سره نه ده شوې او نه یې هم ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي، ځکه دوه ځلې چورلکې مرستې ته ورغلې، خو د طالبانو د ډزو له امله نه کېناستې.
قومندان عبدالجبار خپله ویډیو کې له افغان ولسمشر مرسته غواړي او وايي: موږ اوبه او ډوډۍ نه لرو، خو د دوښمن مقابل کې د جګړې روحیه لرو.
خواله رسنیو کې د دې ویډیو له پراخ خپرېدو وروسته دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د دې سرتېرو ستونزه به ژر اواره کړي.
حکومت تېر کې له خپلو قومندانانو غوښتي و چې پوځي ستونزې خواله رسنیو کې شریکې نه کړي.
داسې ښکاري چې له دې خبرداري سره سره د دې پوستې سرتېرو چې طالبانو کلابند کړي ځان ته د پام اړولو لپاره له خواله رسنیو پرته بله لار نه درلوده.
دوحه کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون تر شپږو میاشتو ډېر وخت کېږي، خو د افغان ځواکونو پر پوستو د دې ډلې بریدونه ډېر شوي دي.
اوس هم هلمند کې د طالبانو او افغان پوځ جګړه روانه ده او ځايي چارواکي وايي، چاڼیزو عملیاتو کې یې ځینې سیمې له طالبانو نیولې او پرمختګ کوي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، هلمند کې د طالبانو د وروستیو بریدونو ډېر تاوان ولس ته رسېدلی دی.
نوموړي د دې بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دا حملې دوحه کې د افغانانو پر خبرو بد اغېز کوي.