تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیلزاد: خبرو کې د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول خطرناکه لوبه ده
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې خبرو کې د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي ډېرولو باور خطرناکه لوبه ده.
د نوموړي په خبره، دا چلن د سولې بهیر زیانمنولی او د افغان مشرانو پخوانۍ ناسمې انګېرنې(محاسبې) تکرارولی شي.
زلمی خلیلزاد د غور مرکز فیروزکوه کې د موټرم بم برید پرونۍ پېښه هم یادوي چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل او ۱۱۹ ژوبل ذشول:
" تاوتریخوالي له ډېرې مودې راهیسې افغانان کړولي او له ډېرو یې د هغوی عزیزان اخیستي او د غور نننۍ غمیزه یې وروستۍ بېلګه ده."
د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ د سپټمبر له ۱۲ دوحه کې خبرې پیل شوې.
که څه هم دې خبرو کې جوت پرمختګ نشته، خو ور سره د افغانستان مختلفو برخو کې د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.
زلمی خلیلزاد هم تازه څرګندونو کې وايي، د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې بهیر او دغه اساسي پوهاوی ګواښلی شي چې افغان کشاله پوځي حل نه لري:
"د سرغړونو بې بنسټه تورونه او پاروونکې څرګندونې سولې ته پرمختیا نه ورکوي. پر ځای یې باید موږ په جدي توګه د متحده ایالتونو-طالبانو توافقلیک او د متحدوایالتونو-افغانستان ګډې اعلامیې د ټولو موادو متابعت وکړو او د تدریجي اورکم لپاره ژمنې له پامه ونه غورځوو."
د تيرې فبرورۍ په ۲۸ دوحه کې د طالبانو او امریکا تر سولې تړون وروسته د هلمند پر مرکز لښکرګاه د طالبانو برید تر ټولو لویه حمله وه، چې پکې یې د دغه ښار ځینې برخې ونیولې، خو وروسته د افغان ځواکونو په ملاتړ امریکا په هلمند او فراه کې بمبار وکړ.
طالبانو یکشنبه په یوه اعلامیه کې تور لګولی و چې امریکایي ځواکونو په هلمند، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې "د جګړې له سیمې او وخته بهر بې مورده بمبارۍ کړې دي " او په دې کار سره یې د دوحې تړون مات کړی.
زلمي خلیلزاد هم خپلو ټوېټونو کې دې مسلې ته اشاره کړي او لیکلي یې دي:
"د لښکرګاه په ګډون په هلمند کې د طالبانو د بریدونو، د افغان امنیتي ځواکونو په ضد د طالبانو د بریدونو، او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او ائتلافي ځواکونو د بریدونو په هکله د طالبانو د شکایتونو په لړ کې په دوحه کې وروستۍ غونډه وشوه."
د طالبانو له دې اعلامیې لږ ساته وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګېټ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، په هلمند او فراه کې د امریکا هوایي بریدونه یوازې د هغو افغان امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره وو چې طالبانو پرې برید کړی و.
وسلوالو طالبانو تېره یکشنبه پر لښکرګاه ښار برید وکړ او د دې ښار څلورمه حوزیه یا باباجي سیمه یې ونیوله.
دې ډلې په دا مهال د هلمند په ناوه او نادعلي ولسوالیو کې هم بریدونه وکړل.
د هلمند مرکز او ولسوالیو کې د جګړې له امله تر پنځو زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.