تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امرالله صالح: بې اسناده ګاډي دې قانوني شي که نه ضبطېږي
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان کړی چې په افغانستان کې بې اسناده ګاډي مصادره کېږي.
نوموړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه خپور کړي مطلب کې ویلي چې له کلونو د بې اسناده موټرونو په اړه شکایتونه کېږي او د مجرمینو په موندلو کې یوه لویه ستونزه بې اسناده ګاډي دي.
ښاغلي صالح ویلي چې د نن ورځې (یکشنبه، تله ۲۷/اکتوبر ۱۸) په غونډه کې پرېکړه شوې چې د بې اسناده ګاډو باید مالیه ورکړل شي او قانوني شي، که نه له نیول کېدو وروسته به ضبط کېږي.
ښاغلي صالح زیاته کړې، احتمال شته چې بې اسناده ګاډي ونیول شي او له څه مودې وروسته ورته اسناد جوړ او د شهیدانو ورثې ته ورکړل شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال د وټس اپ دوو شمېرو په اعلانولو له خلکو غوښتي چې د مجرمانو عکسونه او معلومات دغو شمېرو ته واستوي او دوی به یې په اړه ګام واخلي.
نوموړي ویلي: "کابل کې واقعي او رواني امنیت بېرته راستنوو. مجرمان دوه انتخابونه لري - د زندان پنجرو ترشا یا سم سړي کېدل."
امرالله صالح د لنډ وخت لپاره د کابل امنیتي مسئولیت پرغاړه اخیستی
په کابل ښار کې د جنايي جرمونو له ډېرېدو وروسته، دوه ورځې وړاندې افغان ولسمشر خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د څه مودې لپاره د کابل امنیتي پېښو د ارزولو دنده وسپارله.
ښاغلي صالح وړمه ورځ (جمعه/تله ۲۵مه) پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي وو:"زه د خلکو د امنیت تامینولو لپاره د قانون د تطبیق په لار کې پخپل قاموس کې د جنایت کار پر وړاندې د ترحم او مصحلت هېڅ توری نه لرم."
نوموړي دا هم لیکلي چې کابل کې د لویو مجرمینو لیست چمتو شوی او له خلکو یې غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
ښاغلی صالح له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۰ د ملي امنیت ادارې مشر او په ۱۳۹۷ کال د یوې میاشتې لپاره د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی هم شو.
ښاغلي صالح له کابل مېشتو وګړو غوښتنه کړې چې له امنیتي ځواکونو سره په ډاډ او باور همکاري وکړي او له هرې لارې چې کولی شي معلومات تر ده ورورسوي.
په وروستیو کې کابل کې د جنايي جرمونو له ډېرېدو سره ولسمشرۍ ماڼۍ ورځ اعلان کړی چې د کابل اوسېدونکو رواني امنیت باید تامین او ۳۰۰ نوې امنیتي کامرې په ښار کې ولګول شي.
کابل امن نه دی
په دې ورستیو کې د کابل اوسېدونکو اعتراضونه او پر خواله رسنیو (کابل امن نه دی) هشټګ ددې لامل شو چې د افغانستان د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر مسعود اندرابي پولیسو ته امر وکړ چې غله او مجرمان په ډزو وولي.
ښاغلي اندرابي کابل کې د پولیسو ټولو حوزو ته ویلي چې پخپلو سیمو کې مجرمان پیدا او ونیسي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د افسرانو د ګومارنېد بورډ غړی جنرال ګل نبي احمدزی وايي، د جرمونو زیاتوالی بېلابېل عوامل لري چې یو لوی عامل یې جګړه او بل کمزوری اقتصاد دی او د ځینو کړیو له خوا د مجرمینو ملاتړ کېږي.
په وروستیو کې د غلو په لاس د ځینو کسانو د وژل کېدو خبرونو کابل ښاریان ډېر اندېښمن کړي دي.
کابل کې له جرمونو سره د طالبانو د مبارزې اعلان
څو ورځې مخکې طالبانو ته یوه منسوبه اعلامیه خپره شوې وه، چې ددغې ډلې ځینو غړو تایید کړې هم وه. په دې اعلامیه کې راغلي وو چې د کابل اوسېدونکو د امنیت او له جنايي جرمونو سره د مبارزې لپاره به دوی کابل ښار کې ګزمې ولري.
طالبانو ویلي وو، مجرمان به ونیسي، ووژني او د طالبانو محکمو ته به یې وسپاري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیت تامینولو لپاره د طالبانو چمتووالی "له خندا ډک" کار بللی دی.