شعري ټولګه کې د مېرمنو ناوړه ژوند انځور
د خپرېدو وخت
په بلخ کې د لومړي ځل لپاره د یوې پښتنې شاعرې مینه سلیمي په چاپ شوې شعري ټولګې (په هندارو کې توپیر دی) مخکتنه وشوه، چې د بلخ لسګونه فرهنګیانو د پښتو شعر او ادب مینه والو په کې برخه اخیستې وه.
د یادې ټولګې شاعره مینه سلیمي وايي په دې ټولګه کې یې ډېری شعرونه د وطن سرتېرو، د مېرمنو ناوړه ژوند په تړاو ليکلی. بلخ کې د بي بي سي خبریال نجیب الله پاڅون له اغلې سلیمي سره د زړه خواله کړي.