د هلمند نښتې او د خلکو کړاو

د ویډیو تشریح، د هلمند نښتې او د خلکو کړاو
د خپرېدو وخت

په هلمند ولایت کې د وروستیو دریو ورځو نښتو له کبله بې ځایه شوي خلک وايي، د سر پناه ځای نه لري. له سیمې رسېدلي رپوټونه وايي، نن جګړه یو څه سړه شوې، خو لا هم کراره نه ده. امریکا له طالبانو غوښتي چې جګړه ودروي. د سولې خبرو په هیله په قطر کې له څو ورځو ځنډ وروسته د دواړو لوریو د تماس ډلو بیا سره لیدلي دي. په دې تړاو نور جزیات له کابله د صابر عزیز په رپوټ کې دي.