تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې خبرو کې له ځنډ وروسته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ رسمي لیدنې بیا پیل شوې
د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو تېره شپه له یو بل سره لیدلي. کابو دوه اونۍ دواړو ټیمونو قطر کې رسمي ناسته نه درلوده. دا لیدنه د قطر په ګډون د افغان سولې بهیر د ملاتړو هېوادونو له هڅو او قطر ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته شوې ده.
افغان چارواکو او طالبانو یو پر بل د سولې خبرو کې د خنډونو جوړولو تورونه لګولي وو.
د افغان سولې د مذاکراتي ټیم پر ټوېټر راغلي، د افغانستان د دولت د مذاکراتي ټیم د تماس ډلې له مقابل لوري سره ناسته درلوده. په دې ناسته کې د اختلاف پر ټکو جدي خبرې وشوې او هوکړه وشوه چې د حل لپاره یې نورو غونډو ته دوام ورکړل شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم پر ټوېټر لیکلي، چې دا ناسته تېره شپه وشوه.
نوموړی وايي: "نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو د تماس ګروپونو تر منځ ناسته وشوه. په ناسته کې د پاتې اختلافي موضوعاتو په اړه بحث وشو او په دې توافق وشو چې ناستې به دوام مومي."
د افغان دولت د مذاکراټي تیم یوه غړي محمد رسول طالب بي بي سي ته ویلي، د امریکا، قطر او ځینو نورو هېوادونو له خوا د وړاندیز شوي میکانیزم پر سر کار روان دی چې رامخې ته شوې ستونزه حل او خبرې ژر پیل شي.
په دوحه کې له کابو یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او افغان دولت د پلاوو ترمنځ خبرې پیل شوې، خو تر اوسه د خبرو لپاره پر کړنلاره هوکړه نه ده شوې او پر دوه مواردو اختلاف شته.
طالبانو ټېنګار کړی چې د سولې خبرې باید د له امریکا سره د دې ډلې د هوکړې او د حنفي مذهب په رڼا کې ترسره شي. خو د افغان دولت پلاوي دا غوښتنه نه ده منلې او بدیل وړاندیزیونه یې کړي دي.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر افغان دولت تور پورې کړی و، چې ګنې د سولې د خبرو بهیر یې ګډوډ کړی او دولت سولې ته نه، بلکې جګړې ته لېوالتیا لري، خو افغان دولت بیا پر طالبانو تور لګوي چې دا خبرې د دوی له خوا له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.
د نوموړي په وینا، ددغو هېوادونو استازو په تېرو ورځو کې د افغان دولت او طالبانو له پلاوو سره لیدلي دي.
دواړو ټیمونو له یو بل سره کابو دوه اونۍ هېڅ رسمي ناسته نه لرله.
افغان چارواکو ادعا کړې وه چې دوحه کې د سولې خبرې د "طالبانو د بې ځایه غوښتنو د ټینګار" له کبله له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې دي.
د دواړو ټیمونو ترمنځ د اختلاف پر دوام، کابو لس ورځې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته ولاړ.
هغه په دې سفر کې له دواړو غاړو سره وکتل، خو د دې کتنې جزییات خپاره نه شول، خو ایله دومره وویل شول چې نومړي د دواړو ټیمونو ترمنځ د اختلاف د حلولو منځګړیتوب کړی دی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هم هیله ښودلې چې خلیلزاد به د دواړو ټیمونو ترمنځ د اختلاف د حل لپاره هلې ځلې وکړي.
څو ورځې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له یوه جګپوړي پلاوي سره دوحې ته تللی و او هلته یې له زلمي خلیلزاد سره هم کتلي وو.
ښاغلي خلیلزاد د دې لیدنې په اړه لیکلي وو، افغانان باید د سولې دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.
هغه دا هم ویلي وو چې په دې لیدنه کې پر اورکم، لا ډېر باور جوړېدو او د سولې د بهیر د پراخه ملاتړ په جلبولو ټینګار وشو، چې په لړ کې یې مذاکراتي ټیمونه د سولې خبرې چټکې کړي.
د تېرې سنبلې/وږي میاشتې پر ۲۷مه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې، چې د پرانیستلو مراسمو ته یې ځینې جګپوړي افغان چارواکي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم ورغلی و.
د دې خبرو له پیل وروسته افغانستان کې یوځل بیا تاوتریخوالی ډېر شو، چې دواړو غاړو یې د ډېرېدو پړه پر مقابل لوري وارواچوله.