افغان سوله; دوحې ته د ولسمشر غني سفر

د ویډیو تشریح، افغان سوله; دوحې ته د ولسمشر غني سفر
د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د قطر پلازمینې دوحې ته په سفر کې د دولت له مرکچي پلاوي سره ليدلي دي. افغان ولسمشر به د قطر له امیر سره د افغان سولې په تړاو هم خبرې کوي.

دا سفر په داسې وخت کېږي چې د سولې خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوى. طالبان وایي لاهم واړه خنډونه شته خو تمه څرګندوي چې ژر به مسایل حل او خبرې پيل شي. په همدې تړاو د جرمني ځانګړي استازي له طالب مرکچي پلاوي سره کتلي دي.