تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په هند کې تر بابري وروسته د دوو نورو جوماتونو د ورانولو غوښتنه
- Author, اننت پرکاش
- دنده, بي بي سي هندي، ډيلي
- د خپرېدو وخت
د هند په تاریخ کې د سپتمبر ۳۰ نېټه د تل لپاره ثبت شوه. ځکه چې په دې ورځ په لکنو کې د تفتیش ځانګړې محکمې د بابري جومات د ورانولو په قضیه کې ټول تورن شوي کسان د شاهدانو د کمښت له کبله خوشي کړل. دې محکمې په پرېکړه کې همدا راز وویل چې د دغه جومات د ورانولو لپاره هېڅ کومه دسیسه نه وه جوړه شوې.
د محکمې دا فيصله له ډول ډول غبرګونونو سره مله وه او داسې ښکارېده لکه له دې سره چې د جومات او د مندر پر سر د څو لسیزو لانجه پای ته رسېدلې وي خو په همدې یاني د سپتمبر پر ۳۰ د اترپردېش ایالت په یوه محکمه کې د متهورا د شاهي عیدګاه جومات لانجه راپورته کړای شوه.
'کاشي متهورا لا پاتې دی'.
د رام جنم بهومي مسلې پر سر د هند سترې محکمې تر پرېکړې وروسته لږ تر لږه دا خبره روښانه شوې چې اوس به په هند کې پر بل هېڅ مذهبي ځای جنجال نه کېږي.
د هند سترې محکمې پخپله تاریخي پرېکړه کې د ۱۹۹۱ کال د عبادتځایونو د خوندیتابه قانون حواله ورکړې ده.
خو له دې پرېکړې سره سره بیا هم هلته دا شعار ورکول کېږي چې 'کاشي متهورا لا پاتې دی'.
د رام جنم بهومي بنسټ مشر مهنت نرتیه ګوپال داس د اګست پر ۱۱ په متهورا کې ویلي وو چې تر ایودهیا یاني بابري جومات وروسته دا ځل د متهورا یاني د کاشي متهورا جومات وار دی.
د هندوانو یوه بل مذهبي مشر دیو موراري باپو هم ویلي، 'د مندر جوړولو لپاره باید جومات له منځه لاړ شي'.
پولیسو پر دیو موراري باپو د تحریکوونکې وینا له کبله محکمې ته عریضه کړې ده.
خو مخکې که د متهورا جومات د ړنګولو خبره یوازې په ویناو کې یادېدله، اوس تر محکمې رسېدلې ده.
او د رنجنا اګني هوتري، وشنو شنکر جین، هري شنکر جین او درو نورو کسانو په دې اړه خپل غوښتنلیک محکمې ته سپارلی دی.
دوی د شاهي عیدګاه جومات د ړنګولو تر څنګ په غوښتنلیک کې ویلي، پر کومه ځمکه چې دغه جومات جوړ شوی، لاندې ترې کرشن جنم بهومي دی. یاني پر همدغه ځای د دوی خدای کرشن زېږېدلی دی.
دوی همدا راز دعوه کړې چې پخوا دلته مندر و چې مسلمانو "بریدګرو" مندر ړنګ او پر ځای يې جومات جوړ کړی. دوی د اورنګزيب پاچا نوم یادوي چې دغه جومات يې ودان کړی و.
خو محکمې دا قضه رد کړې ده او په دلیل کې يې د عبادتځایونو د خونديتوب په اړه په ۱۹۹۱ کال کې د منل شوي قانون حواله ورکړې ده.
د دغه قانون پر بنسټ، په هند کې د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۵ چې مذهبي ځایونه په کوم ډول وو، هماغسې باید خوندي وساتل شي. خو په هغه قانون کې د ایودهیا د بابري جومات مسله استثنا بلل شوې وه.
د قانون په درېيمه ماده کې راغلي چې هېڅ کس یا ډله د چا مذهب یا د هغه د پېروانو عبادتځی د یوه بل مذهب یا د هغه د پېروانو پر عبادتځي نشي بدلولی.
بنارس کې هم پر یوه جومات لانجه ده
د وارانسي یا بنارس په کاشي وشونات مندر او ګیان واپي جومات هم لانجه روانه ده خو د دې سيمې د مسلمانانو ټولنه د عبادتځایونو د خونديتوب قانون او د امنیتي بنسټونو د پام له کبله ډاډه ښکاري.
د ګیان واپي جومات د خونديتابه کميټې مشر ايس اېم یاسين بي بي سي سره په دې اړه خبرې کړې دي.
دی وايي، 'په ریښتیا هم، دغه شعارونه ورکول کېږي، پخوا هم ورکول کېدل. خو د بنارس په اړه خبره بېله ده. دلته د هندوانو او مسلمانانو تر منځ ډېر ښه یو والی شته. دا موږ ډاډه کوي چې د ۱۹۴۷ د اګست تر ۱۵ وروسته چې کوم عبادتځایونو په څه حال وو، هماغسې به پاتې وي. په دې کې دویمه خبره نشته چې پر ګیان واپي جومات هم دعوه شته. داسې ډېرې هڅې روانې دي، ځکه چې د ځینو کړیو سیاست پر همدغو مسلو روان دی'.
د بابري جومات د ړنګولو په مسله کې محکمې ټول تورن کسان خوشي کړي دي خو تر دې پرېکړې وروسته د جومات د نړولو پلویان وايي چې هغوی دا هر څه د "رام" لپاره کړي دي.
نو اوس پوښتنه دا ده چې حکومت به شرغوښتونکي عناصر پرېدي چې د کرشن جنم بهومي لپاره له شاهي عیدګاه جومات سره د بابري جومات په څېر چلند وکړي؟ او حکومت به د ښاغلي یاسین ډاډ ته په کتو د ګیان واپي او شاهي عیدګاه جومات دفاع هغسې وکړي چې د ده تمه ده؟