تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: افغانان چې خپل منځ کې هره پرېکړه وکړي، پاکستان ته د منلو ده
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې په دوحه کې روانې د افغانانو خپلمنځي خبرې به مثبته پایله ولري، او دوی چې په خپلو منځو کې هره پرېکړه وکړي هغه به پاکستان ته د منلو وي.
نوموړي دا څرګندونې سې شنبه اسلام اباد کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې کړې دي.
عمران خان ویلي چې ټول افغان لوري باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار وکړي، چې اوربند ته لاره هواره شي.
'په خپلمنځي اړیکو کې نوی پړاو'
د افغانستان مصالحې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله له پاکستاني لومړي وزیر سره د خپلې لیدنې په تړاو وايي، ''د کابل او اسلام ترمنځ د اړیکو د نوي فصل خلاصېدو په برخه کې د علاقمندۍ شاهد یم. ''
نوموړی زیاتوي، لومړي وزیر عمران خان په دې لیدنه کې ورته ویلي، چې په افغانستان کې د تاو تریخوالي کمېدو او سراسري او تل پاتې اوربند ملاتړ کوي. ښاغلي عبدالله پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:
''پاکستاني لومړي وزیر وویل، د رسنیو له لارې مو ولیدل چې د اوربند لومړی پړاو څنګه د افغانانو لپاره د خوښۍ لامل شو او پوهېږم چې د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو ناوړه سناریو د جګړې دوام دی. ''
ښاغلی عبدالله وايي، د پاکستان له لومړي وزیره یې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند د ملاتړ مننې تر څنګ وویل چې ''د تاوتریخوالي ډېروالی د سولې بهیر ته زیان رسوي. ''
بل لور ته په هغه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د لومړي وزیر پر فېسبوکپاڼه خپره شوې راغلي، عمران خان هیله څرګنده کړه چې اسلام اباد ته د ډاکټر عبدالله سفر به د دواړو هېوادونو د خپلمنځيو اړیکو په لړ کې یو نوی څپرکی ثابت شي.
په اعلامیه کې د ښاغلي خان له قوله ویل شوي، د افغانستان د کشالې یوازینی حل سیاسي دی او خوښي یې څرګنده کړه، چې نړیوالې ټولنې هم د پاکستان دغه دریځ ومانه.
عمران خان همدا راز د افغان سوداګرو لپاره د ترانزت برخه کې د اسانتیاو برابرولو خبره هم کړې ده او ښاغلی عبدالله وايي، د افغانانو لپاره یې د ویزا اسانتیاوو زیاتولو لپاره د پاکستان کابینې د پرېکړې مننه وکړه.
قریشي: پاکستان او نړۍ افغانستان کې سوله غواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، پر افغانستان او پاکستان سربېره د افغان سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ هم شته.
نوموړي د سې شنبې په ورځ( د سپټمبر ۲۹) اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ ته د افغان ملي مصالحې د مشر عبدالله عبدالله سره ګډه وینا کې وویل له سیمه ییز ملاتړ پرته افغانستان کې سوله ناشونې ده.
"نن افغانستان او پاکستان کې په لوړه کچه د افغان سولې لپاره ډېر ملاتړ شته. "
د هغه په خبره، د کلونو لپاره ویل کېدل د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره پوځي حل لار نشته، خو دا درک اوس ثابت شو چې د افغان کشالې یواځنۍ حل لار خبرې دي.
ښاغلي قریشي د قطر مرکز دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې یو ناویات چانس وباله او زیاته یې کړه، چې باید دا فرصت ضایع نه شي.
د هغه په خبره، که څه هم ډېری افغانان سوله غواړي، خو د دې بهیر تخریبکار هم شته:
"خو موږ باید له داسې تخریب کارو خبر اوسو، دوی جنګ کې ګټه ویني او ښايي متفاوتې ګټې ولري، خو اکثریت سوله غواړي. "
د نوموړي په خبره، تلپاتې سوله د افغانستان له داخله راتلی شي، له بهر پرې تپل کېدلی نه شي.
د پاکستان هیله
د ښاغلي قریشي په خبره، د سوله ییز افغانستان لپاره باید خپلو کې کار وکړو او دا د پاکستان هیله هم ده:
"که سیمه ییز نښلېدل غواړو یا د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان نښلول غواړو، نو دا افغانستان کې د سولې له لارې راتلی شي. "
نوموړي دا هم وویل، که سیمه کې پرمختګ یا پانګونه جلبول او له پاکستان په درناوي د کډوالو ستنول غواړو نو باید افغانستان کې سوله راشي.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي پرون هم له عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې هم مهم رول لوبولی او هڅه به يې دا وي، چې په بین الافغاني خبرو کې هم رول ولوبوي.
د عبدالله خبرې
خپله عبدالله هم دې انسټیټیوټ ته وینا کې وویل، چې پاکستان دې خبرو کې مهمه اسانتیا برابره کړې ده.
ښاغلي عبدالله سوله اسلامي او ایماني مسوولیت او افغانستان کې د سولې راتلو لپاره یې قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې تاریخي چانس وباله او زیاته یې کړه چې دا چانس باید له لاسه ور نه کړل شي.
د هغه په خبره، افغانستان کې سولې راتلو سره به پاکستان کې ټیکاو پیاوړی شي:
خو نوموړي دا هم وویل، چې تاوتریخوالی کم نه شي، نو دا ستونزمنه ده چې د دوحې خبرو کې پرمختګ وشي.
ښاغلي عبدالله دا هم وویل، چې دې وروستیو اونیو کې افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاري زیاتولو لېوالتیا ډېره شوې ده.