د سږني کانکور اول نومره: څلور ساعته خوب او شل ساعته مې مطالعه کوله

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د سږني کانکور اول نمبر
د خپرېدو وخت

د افغانستان د کانکور ازموینې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ(د سپټمبر ۲۴) د روان کال د کانکور ازموینو پایله اعلان کړه.

د شمسیه علیزاده په نامه یوې زدکوونکې ۳۵۳،۱۸۵ نمرې وړې، چې تر ټولو لوړې نمرې بلل شوې دي او د کابل طبي پوهنتون ته کامیاب شوې ده.

شمسیه وایي،‌ غواړي د انسانانو د خدمت لپاره ډاکټره شي.

زموږ همکارې سیما سلطاني شمسیې سره لنډه مرکه کړې ده