دوحه کې ټول افغان خبرې، د تماس ډلو سره کتلي
د خپرېدو وخت
له دوه ورځنۍ دمې وروسته قطر کې د تماس ډلې نن سره کیناستې چې د کړنلاره او هم دوو مسئلو پر سر خپلمنځي توپيرنه سره حل کړي. تمه ده له دې وروسته د مرکچيو پلاويو عمومي غونډه وشي. دا ليده کاته وروسته له هغه کېږي چې دواړه مرکچي پلاوي بېګا شپه د قطر بهرنیو چارو وزیر میلمانه کړي وو. بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي افغان جګړه پای ته رسوي او سرتېري کور ته ستنوي. خو افغان سولې لپاره یې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د خپل هېواد کانګریس ته ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل هلته له خپاره حالت تړلي دي. صابر عزیز یې له کابله نور راکوي.