تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې نړیواله ورځ: که سوله راځي د خپل مېړه او زامنو قاتلان بښو
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
نن د سپتمبر یوویشتمه د سولې نړیواله ورځ ده، سږ کال دا ورځ په داسې مهال رارسیږي چې د افغان سولې لپاره نړیوالې او ملي هڅې له بل هر وخت ډېرې او همغږي ښکاري.
په افغانستان کې له نږدې دوو لسیزو خونړیو سختو جګړو وروسته امریکا، افغان حکومت او طالبانو د سیاسي حل لارې موندلو په موخه ګډې هڅې پیل کړې خو ورسره جګړه لا هم درنه قرباني اخلي.
جګړو او د سولې هڅو د افغانانو تر منځ هم هیلې او هم اندیښنې پیدا کړې دي.
د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت بیا د جګړې قربانیانو ډېرو کورنیو پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د سولې روان فرضت ضایع نه کړي.
د دې راپور لپاره مونږ د جګړې د قربانیو دوه داسې میرمنو سره خبرې کړي چې د کور ټول سړي یې جګړې خوړلي او اوس دوی ته د کور مشري ور تر غاړې ده.
دا دواړه میرمنې د افغانستان ختیځ ته د ننګرهار ولایت د دوو بېلا بېلو ولسوالیو اوسیدونکې دي چې بي بي سي ورسره د سولې په ارزښت او ژوندانه خبرې کړې دي.
ودان زري چې جګړې یې څلور زامن او میړه ترې اخیستي وایې د سولې په قیمت د دې په شان دردمنې میندې پوهیږي، ځکه نو د هغې په وینا د ټولو قربانیو سره هم د خپل میړه او زامنو قاتلینو بښنې ته د سولې له هیلې سره حاضره ده.
هغه چې اوس د ټول کور سمبالښت ورپاتې خو غمو سخته ځپلي د جګړې د لومړۍ کرښې وسله وال طالبان او د دولت عسکر زامن ګڼي او په دوحه کې سولې پر مرکچې پلاوي غږ کوي چې د سولې روانې هڅې په اوبو لاهو نه کړي.
اغلي زري وایې خپلې قربانۍ بښي خو هیله لري چې که دا قربانۍ او د سولې زارۍ یې د جګړې د پای په بیه تمامې شي.
د افغانستان روانې اوږدې غمیزې ډېرې کورنۍ د سولې همدې ګډې غوښتنې ته ارماني کړې دي.
په دې اوږده جګړه کې ډېرې کورنۍ یا له خاورو سره خاورې شوې او ډېرې نورې د خپلو خپلوانو وژنو له کبله په زړه داغلې دي.
هغه چې مرهم یې سوله ګڼي او ټولې سترګې یې په دوحه کې د سولې روانو خبرو ته دي.
د شاوخوا اویا کالو یوې بلې مورکۍ نیاز بي بي کور هم له پنځو کالو راهیسې د غم او ویر مرکز ګرځیدلی، وسله والو د هغې د کور شپږ سړي چې درې یې زامن وو ویشتلي او اوس له سړیو پرته د شلو کوچنیو یتیمانو او دریو کونډو نږندو د ډک کور مشره ده.
نوموړې بي بي سي ته وویل کور یې له یتیمانو ډک دی خو د سر سړی نه لري او په وینا یې د یتیمانو ژوند ټولې هیلې یې هم د سولې روانو خبرو ته دي که نه د هغې په باور د جګړې د قربانیانو دا کورنۍ د سولې لپاره د ټولو تربګنیو او دوښمنیو د ختم اعلان داسې مهال کوي چې افغانستان کې د سولې هڅې او جګړه له بل هر وخته ډېر نوي پړاو ته ننوتلي دي.
په افغانستان کې د سولې ولسي حرکت غړی بسم الله وطندوست- چې د تیرو دریو کلونو راهیسې یې ولایت په ولایت د سولې غږ رسولو هڅې پیل کړې- وایې ولس سولې او تلپاتې اوربند ته په هر قیمت تیار دی.
دی وایې په داسې حال کې چې په بهرنیو ځواکونو حملې نه کیږي د افغانانو تر منځ د چوکیو او واک وېش باید په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب نه شي.
د سولې نړیوالې ورځې سږنۍ شعار په ګډه د سولې جوړول دي چې د افغان چارواکو په وینا په افغانستان کې د ننه او نړیواله کچه ورته د پام وړ کار شوی.
دا هیلې او غوښتنې په داسې وخت راټوکیدلې چې له نږدې دوو لسیزو سختو خونړیو جګړو وروسته د افغان دولت او طالبانو استازي په قطر کې د سولې په تړاو جرګه شوي دي.
دواړو لورو که څه هم په دې خبرو کې د لږ ډېر پرمختګ ویلي خو ورسره دواړه لوري په افغانستان کې یوه بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي چې د غم او ویر درنه بیه یې ولس پرې کوي.