لسګونو افغان ژباړنو ته به برتانیا کې د مېشت کېدو اجازه ورکول کېږي
د خپرېدو وخت
لسګونو هغو افغان ژباړنو یا ترجمانانو ته به برتانیا کې د مېشت کېدو اجازه ورکول کېږي، چې د افغانستان هلمند ولایت کې یې له برتانوي ځواکونو سره د یوې ځانګړې مودې لپاره دنده ترسره کړې وي. دا ډېرو لپاره ښه خبر دی، خو سلګونه نور ژباړن بیا د دغه پروګرام له سختو شرایطو او معیارونو سره برابر نه دي. دغه کسان به لا هم په افغانستان کې پاتې کېږي، خو له برتانوي پوځ سره د دندې له امله یې ژوند له خطر سره مخامخ دی. د بي بي سي جوناتن بېیل پر دې موضوع ځانګړی رپوټ لري، چې پښتو بڼه یې حفیظ الله معروف وړاندې کوي.