قطر کې د بین الافغاني خبرو انځوریز رپوټ

د خپرېدو وخت

د قطر دوحه کې د افغان دولت او طالب پلاوو ترمنځ د مذکراتو لومړنۍ غونډه پیل شوه چې درې ورځې به دواړه غاړې بحثونه کوي.

قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د قطر دوحه کې د شنبې په ورځ د طالبانو او افغان حکومت د پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې.
قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په دې ناسته کې د طالبانو ۲۱ غړو ګډون کړی، چې مشري یې د مولوي عبدالحکیم حقاني کوي او شېر محمد عباس ستانکزی یې د پلاوي یو غړی دی.
قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د غونډې په تالار کې د طالبانو استازو ته بېل ځای جلا شوی و.
قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوي ویاند ډاکټر محمد نعیم بي بي سي ته وویل، لکه څنګه چې ملا برادر وویل، موږ یو اسلاامي نظام غواړو او ښه اقتصادي وضعیت رامنځ ته کړو.
قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، غونډه د قطر دوحې شرایټن هوټل کې پیل شوه
قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا غونډه څو ځله د نامالومو لاملونو له کبله وځنډېده.
مایک پومپیو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو غونډې ته وویل، په راتلونکو میاشتو کې به په هغو مسایلو خبرې وکړو چې په تېرو کې ترې تیر شوي یو باید صبر کړو او حوصله ولرو مننه کووم چې په غه مهمه پروسه کې مو د ګډون بلنه راکړه.
قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په ګډون د ځینو بنسټونو او هېوادونو استازو غونډې ته د انټرنېټ له لارې ویناوې وکړې.
عبدالله عبدالله

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرانیستغونډه کې وویل، کله چې سوله راغله بهرنیو ځواکونو ته هېڅ بهرني پوځي ته اړتیا نه شته
قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، غونډه د قطر پر وخت شاوخوا نهه بجې پیل او تر دوولس نیمو بجو یې دوام وکړ.
قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، طالبانو څو ورځې وړاندې په مذاکراتي ډله کې نوي کسان وټاکل
طالبان قطر کې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بي بي سي ته وویل، د راتلونکو مذاکراتو مهالوېش به وروسته وټاکل شي
طالبان
د عکس تشریح، طالبان