قطر ته له روانېدو مخکې د افغان مرکچي پلاوي څرګندونې
د خپرېدو وخت
له کابله د افغان دولت یو لوی پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو، چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي. په دې پلاوي کې یو شمېر مېرمنې هم شته. تر تلو مخکې د افغان پلاوي غړو د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې وویل، د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د لاپیاوړي کولو په هوډ او د سولې او ثبات موندلو په نیت د خبرو میز ته روان دي. قطر ته له تلو لږ وړاندې شازیه حیا د افغان مرکچي پلاوي نظر اورېدلی دی.