د افغان ځواکونو پر کنډک موټربم برید شوی

د ویډیو تشریح، د افغان ځواکونو پر کنډک موټربم برید شوی
د خپرېدو وخت

افغان حکومت له هغو نژدې ۴۰۰ طالب بندیانو چې په مشورتي لویه جرګه کې یې د خلاصون غږ شوی و، یو شمېر نور هم خوشي کړي دي. خو دا کار په داسې حال کې شوی، چې وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې برید کړی دی. طالبانو امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګژوبله اړولو ادعا کړې ده. خو چارواکي وايي، دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي او د دوی درې کسان مړه شوي دي. شازیه حیا له کابله نور جزیات لري.