د میرویس او ریحانې کیسه: "داعش زموږ پر واده برید وکړ، خو خلک موږ ملامتوي"

د خپرېدو وخت

پکار خو دا وه چې د واده ورځ د میرویس او ریحانې د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ وای، خو داسې څه پېښ شول چې هغه یې د ژوند تر ټولو بده ورځ شوه.‌ تېر کال همدا اوونۍ داعش ډلې په کابل کې د دوی د واده پر مراسمو برید وکړ او شاوخوا ۹۰ تنه مېلمانه یې ووژل.

په برید کې د میرویس او ریحانې خپلوان او ملګري‌ هم ووژل شول او د دوی پر رواني روغتیا یې هم بد اغېز وکړ.‌

روانه اوونۍ د هغه خونړي برید لومړی تلین دی او ۱۸ کلنه ریحانه لومړی‌ ځل د هغې ورځې د پېښو په اړه غږېدلې ده.‌

نوموړې بي بي‌ سي‌ ته وویل: "هره شپه خوب کې وېرېږم. ټوله شپه ژاړم،‌ خوب نشم کولای".

ریحانه وایي، لا هم د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې ډارېږي. په موټر کې د سفر پر مهال هم د وېرې احساس کوي.‌ نوموړې وایي:

"هر کله چې د ډزو غږونه یا چاودنې اورم وارخطا کېږم او د واده ورځ مې را یادېږي.‌ فکر کوم چې بیا به کومه بده پېښه کېږي".

د هغې پېښې د قربانیانو خپلوان غواړي چې د واده هماغه تالار ته مخامخ احتجاج وکړي‌ او د مسئولینو لپاره د سختې سزا غوښتنه وکړي.‌

خو میرویس وایي‌ چې نه غواړي په دې احتجاج کې ګډون وکړي،‌ ځکه اوس یې هم چې هغه چاودنه را په زړه کېږي نو لاسونه یې لړزېږي.‌

میرویس وایي: "له واده مخکې موږ ډېر خوشاله وو. خو ناڅاپه له اسمانه ځمکې ته را ولوېدو.‌ هر څه مو له لاسه ورکړل".

د میرویس او ریحانې پر واده ځکه برید وشو چې دوی د افغانستان شیعه لږکي‌ دي او داعش ډله یې کافر بولي.

په تېرو کلونو کې داعش وسلوالو افغانستان کې بیا بیا پر شیعه وګړو بریدونه کړي‌ دي.

خو د میرویس او ریحانې لپاره یې غم او شاک هغه وخت لا ډېر شو چې ځینو دوستانو او خپلوانو یې پر واده د برید ملامتي‌ هم پر دوی واچوله.‌

میرویس وایي: "یوه ورځ مې بازار کې سودا کوله. یوې ښځې سره مخامخ شوم چې زما پر واده برید کې یې خپلوان وژل شوی و.‌ دې ښځې ما ته قاتل وویل".

د قربانیانو ځینې خپلوان میرویس او ریحانې ته د دوښمن په سترګه ګوري.

میرویس یو خیاط دی، خو د ځینو کسانو د همدې چلن له کبله اړ شو چې خپل دوکان وتړي.‌

ریحانه هم له ورته چلن سره مخ شوې ده.‌ ځینو خلکو ورته ویلي،‌ که یې واده نه وای کړی نو دا غمیزه به نه پېښېده. نوموړې بي بي‌ سي‌ سره خبرو کې په ورو غږ وویل:

"هر څوک د هغې پېښې لپاره ما ملامتوي.‌ زه بس غلې پاتې کېږم، هېڅ هم نه وایم".

د هغه برید مسئولیت داعش ډلې منلی و. دا ډله په افغانستان کې د طالبانو پرتله لږ ځواک لري،‌ خو بیا هم توانېدلې چې لسګونه خونړي بریدونه وکړي.‌

په تېره می میاشت کې داعش په کابل کې پر یو زېږنتون برید وکړ او د میندو او نویو زېږېدلیو ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل.‌

داعش دا بریدونه په داسې حال کې کوي‌ چې تر خپل کنترول لاندې سیمې یې له لاسه ورکړې دي‌ او ځینې مهم مشران یې هم نیول شوي‌ دي.‌

خو د میرویس او ریحانې لپاره په افغانستان کې روانه ناکراري د دې لامل کېږي چې خپلې ترخې تجربې بیا ور په زړه شي.‌ میرویس بي بي سي ته وویل:

"زموږ پر واده له برید څو اوونۍ وروسته یو بل ځای چاودنه وشوه. مېرمن مې له ډېرې وېرې ضعف شوه".

ریحانه او میرویس په کابل کې د یو خیریه بنسټ په مرسته د رواني ستونزو لپاره درملنه ترلاسه کوي.

نوموړې وایي، د همدې درملنې یا تېراپۍ له کبله یو څه توانېدلې چې د هغې بدې پېښې درد او غم وزغملی شي.‌ ریحانه وایي،‌ دا هم ورته غنیمت دی چې خپلې ستونزې یو چا ته ویلی شي.‌

ارواپوهه لیلا شوارټز یې درملنه کوي.‌ نوموړې بي بي سي ته وویل، ریحانه یو څه ښه شوې ده، خو هر ځل چې کومه چاودنه کېږي وضعیت یې بېرته خرابېږي.

د افغانستان په جګړه کې هر کال زرګونه کسان وژل کېږي او یا هم ژوبلېږي، خو ډېر کم کسان رواني‌ ستونزو لپاره درملنه ترلاسه کوي.‌

په داسې یو هېواد کې چې د عامې روغتیا اسانتیاوې هم کافي نه دي، رواني روغتیا ته هسې هم پام نه کېږي.

میرویس او ریحانه دواړه دا مني چې د ارواپوه درملنې ورسره ډېره مرسه کړې ده. میرویس وایي،‌ افغانستان لا ډېرو ارواپوهانو ته اړتیا لري، ځکه دې هېواد کې هر کس درد لیدلی.‌

ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې راتلونکو اوونیو کې پیل شي.

خو داعش ډله د دې خبرو برخه نه ده او افغانستان کې لا هم جګړه دوام لري.‌

ریحانه وایي، نور په افغانستان کې د خوندیتوب احساس نه کوي.‌

ډاکټر یې لیلا شوارټز هڅه کوي‌ چې یو څه پیسې راټولې کړي‌ او میرویس او ریحانه د څه مودې لپاره بهر هېواد ته ولېږي،‌ تر څو د واده د ورځې تراژیدي یې هېره او درد یې کم شي.‌

د ریحانې په څېر مېرویس هم افغانستان کې د سولې راتلو په اړه شکونه لري.‌ دی وایي:

"تېر کال زما تر واده مخکې هم خلکو ویل چې سوله راځي. خو دا دی یو کال وشو.‌ چېرې ده سوله؟ زه درته وایم چې لسو کالو کې به هم افغانستان کې سوله او ثبات رانشي".