د طالب بنديانو د خوشې کېدو بهير ولې ځنډېدلى؟

د ویډیو تشریح، د طالب بنديانو د خوشې کېدو بهير ولې ځنډېدلى؟
د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې د ورکړې مشورې په پایله کې، تېره دوشنبه د پاتې هغو ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کېدا فرمان لاسلیک کړ چې ویل یې جرمونه یې درانه دي او دی یې د پرېښودلو واک نه لري.

تمه ده د پاتې طالب بندیانو پرېښودل د افغانانو خپل منځۍ ناستې ته لار پرانيزي. افغان ولسمشر تېره ورځ د سولې له مرکچي ډلې سره ارګ کې وکتل او د افغانانو خپلمنځۍ ناستې ته یې د حکومت چمتوالی څرګند کړ.

طالبانو هم ویلي کله چې د بندیانو سپارل شوي پنځه زره کسیز نوملړ سره سم ټول بندیان خوشي شي دوی به په یوه اووني کې بین الافغانې ناستې ته تیار وي.

خو د بین الافغاني خبرو د اجنډا د سر سر ټکی به څه وي؟ د لید لوریو تفاوتونه څومره ژور دي؟ د دغه بهیر پیچلتیاو ته په پام سره د افغانانو د خپلمنځۍ ناستې پر وړاندې پرتې مهې ننګونې کومې دي او ورباندې د برلاسۍ لارې چارې څه دي؟

د دغو مسایلو د څېړنې لپاره ننني بحث کې دا ښاغلي را سره میلمانه دي:

اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال سفیر عبدالسلام ضعیف، د افغان حکومت د پارلماني چارو وزیر ضیا الحق امرخیل او دلته په ستوډیو کې زموږ همکار داود اعظمي چې د افغان سولې سره په تړاو مسایل له نژدې څاري.

تاسو ټولو ښاغلو ته ښه راغلاست وایم. د بحث کوربه زه یما بارز یم.

پیل به له ښاغلی امرخېله وکړم.

د طالب بنديانو د خوشې کېدو بهير ولې ځنډېدلى؟

تصویر: این ایس اي