د سولې مشورتي لويې جرګې درېيمه ورځ

د ویډیو تشریح، د سولې مشورتي لويې جرګې درېيمه ورځ
د خپرېدو وخت

ولسمشر اشرف غني ژمنه کړي چې د څلور سوو هغو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادروي چې تر دې دمه یې له خپل واکه لوړ کار ګانه.

دا وروسته له هغه چې د سولې مشورتي لویې جرګې نن د جرګې په وروستۍ ورځ په خپل پرېکړه لیک کې د دغو بندیانو خوشې کول تایید کړل.

ولسمشر غني وویل د جرګې له وروستی پرېکړې سره د سولې پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او تمه یې وښوده چې طالبان هم د ولس د دې پرېکړې په درناوي د اوربند اعلان وکړي.

د جرګې مشر عبدلله عبدالله او نورو سیاستوالو هم دا جرګه د سولې د بل پړاو پېلامه بللې ده.