تهران کې د طالبانو د بیرغ ښکاره کولو په تړاو ۱۹ افغانان نیول شوي دي

د خپرېدو وخت

د ایران د پلازمېنې تهران د پولیسو مشر حسین اشتري وايي د دغه ښار په یوه پارک کې د طالبانو د بیرغ پورته کولو او د دې بیرغ لاندې د غونډې په تړاو ۱۹ تنه نیول شوي دي.

دا غونډه د تېرې جمعې پر ورځ افغانستان کې د اختر په مناسبت د اوربند پر لومړۍ ورځ د تهران په ملت پارک کې جوړه شوې وه او په خواله رسنیو کې یې پراخ انعکاس موندلی.

ښاغلي اشتري نن (سې شنبه اګست ۴ ) ویلي:

"هر کال به افغانان په ازادي میدان کې د لوی اختر مبارکي لپاره را ټولېدل خو سږ کال په ازادي میدان کې د امنیتي ځواکونو د حضور له امله دوی ملت پارک کې را ټول شوي وو، پولیسو په چټکۍ ځانونه ورسول او د دوی له ډلې یې ۱۹ تنه ونیول".

د تهران د پولیسو قوماندان وايي:

"پنځه تنه یې د بیرغ چمتو کولو، عکس اخیستلو او د خپرولو عاملین وو چې لا هم د پولیس په توقیف کې دي او پاتې له ایرانه د شړلو په حال کې دي".

حسین اشتري د دې مسلې په تړاو د خبرو پرمهال طالبان "ترهګره ډلګۍ " بللې خو د ایران دولتي چارواکي وايي له طالبانو سره یې په تېرو څو میاشتو کې خبرې شوې.

په تېره دسمبر میاشت کې د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی او د ایران یوه پلاوي په قطر کې له طالبانو سره لیدلي وو.

په تهران کې د طالبانو د بیرغ له پورته کولو سره هم مهاله په ترکیه کې یو شمېر کسانو د طالبانو بیرغ پورته کړی.

پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو او انځورونو کې ښکاري چې څو تنه په آیا صوفیه جومات چې ۸۶ کاله وروسته یې بېرته د جومات بڼه خپله کړه، او ځینو نورو ځایونو کې د طالبانو بیرغ پورته کوي او د تکبیر نارې وهي.

ځینو ترکانو او په ترکیه کې میشتو افغانانو د دې کسانو دا کار غندلی.

په ترکیه کې افغان محصل اجمل (مستعار نوم ) بي بي سي ته وویل چې له دې پېښې وروسته د استانبول ښار په یوه پارک کې دی او ملګري یې د پولیسو له ناسم چلن سره مخامخ شول او دوی ته یې وویل چې له هغه ځایه لاړ شي.

دی وايي پولیسو ورته وویل چې د هغو افغانانو په لټه کې دي چې د طالبانو بیرغ یې پورته کړی.

ترکۍ مېرمنې نیلګون پر ټویټر لیکلي: "دا شرم دی، له هغه چا کرکه کوم چې ترکیه یې دې حالت ته رسولې ده".

بل ترکي باتور چولاک په یوه سمندر غاړه کې د طالبانو د بیرغ پورته کولو ویډیو ته په اشارې سره پر ټویټر لیکلي:

"د مودا ساحل وضعیت ته وګورئ... لسګونه هلکان د طالبانو بیرغ پورته کوي، دلته له خپلې کورنۍ سره تللی شئ؟ څوک دې خفه کېږي نه، دا موضوع د تبعیض، یا له بهرنیانو نه د کرکې په مانا نه ده. په خپلو ساحلونو کې بې له تشویشه نشو ګرځېدلی، وضعیت دومره خراب شوی چې سړی پر سړک نشی ګرځېدلی".

په تهران کې د طالبانو بیرغ پورته کولو ته افغان دولت هم غبرګون ښودلی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون یوې خبرې غونډې ته وویل:

" د یوې جنډې" پورته کول د هغه چا کار دی چې د طالبانو لپاره د پروپاګند لړ کې یې کوي چې د ده په وینا " د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی".

ښاغلي صدیقي وویل له ګاونډیو هېوادونو د افغان دولت تمه داده چې د افغانانو د مشروع دولت تر څنګ ودریږي.