د زرکې کیسه؛ مېړه ولې پوزه ترې پرې کړه؟

زرکه او ډاکټر احمدزی
د عکس تشریح، زرکه کیسه کوي‌ چې له کلونو راهیسې یې مېړه وهي او ټکوي، چې بالاخره خبره د هغې د پوزې تر غوڅولو راورسېده
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

'زما د پوزې پرې شوې ټوټه مو یوه خپلوان راپسې راوړې وه‌ خو هغلته ډاکټر وویل چې دا خو سړه شوې ده،‌ اوس نه پسې ګنډل کېږي'.

زرکه وايي،‌ یو خوا د ژوبل مخ دردونو ځوروله او بل خوا یې دې ته زړه خوړ چې پر مخ یې پوزه نشته او "بدرنګه" شوې ده. خو خبره نه وه چې یو دوه میاشتې وروسته یوه معجزه کېدوونکې ده.‌

زرکه څوک ده؟

۲۸ کلنه زرکه د افغانستان د جنوبي ولایت پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ اوسېدوونکې ده.‌

وايي،‌ د تره په بدل یې په ماشومتوب کې د واده فیصله شوې وه.‌ هغه مهال چې دا لا د واده په مانا هم نه پوهېده.‌ چې راستره شوه نو شاوخوا لس کاله مخکې د هماغه تره د ښځې په بدل د هغې ورور ته واده شوه.‌ زرکه وايي،‌ په لومړیو کې پخپل ژوند کې خوشاله وه خو وروسته یې مېړه شکونه پرې کول او وهله یې.

"مېړه مې ډېر شکي و. په هر چا یې شک کاوه. ‌ما ته یې ویل چې مرداره یې،‌ وهلم یې.‌ ما ویل نه، زه مرداره نه یم.‌"

زرکه زیاتوي چې‌ مېړه به یې کله له خلکو سره خټې کولې، بوټي به یې راوړل او کله به یې د کلیوالو مال څراوه او شپني به یې کوله.‌ دا وايي،‌ مېړه یې کومه نشه نه کوله خو په خبره یې،‌ له اوله غصه ناک و او خپلو خوېندو سره یې هم ښه ورځ‌ نه کوله.‌ یورګانو یې زرکې ته ویلي‌ وو چې دغه خدای پیدا همداسې دی نو ګوزاره ورسره کوه.‌

د زرکې پلار او کابل ته سفر

زرکه او ډاکټر احمدزی
د عکس تشریح، د زمري‌ پر دویمه (جولايي ۲۳)‌ نېټه د زرکې د پوزې پټۍ بدلېدله او زرکې لومړی ځل پر خپل مخ د نوې پوزې کتو ته شېبې شمېرلې.

ما زرکه د زمري‌ پر لومړۍ (جولايي ۲۲)‌ نېټه ولیده.‌ دا کابل ته د پوزې درملنې ته رابلل شوې وه او په یوه امن خونه کې ساتل کېده. دلته اوړی دی خو د دې درانه بانجاني رنګه کالي‌ په تن وو،‌ په ټيکري کې یې ځان پېچلی و او پوزه یې د وروځو تر منځه په پټیو کې پټه وه،‌ تېره ورځ یې د پوزې عملیات شوی و.‌

سترغلي‌ یې پړسېدلي‌ وو او وړې سترګې یې پکې ننوتې وې.‌

پلار یې هم ورسره و،‌ غټه ژېړه موښلې لونګۍ یې پر سر وه،‌ شا ته یې څڼې تر لونګې راوتلې او غوږونو سره ورګوړګوتي شوې وې. تر ډېره یې ځمکې ته کتل او شېبه په شېبه به یې ږیرې کې لاس راښکه،‌ له مخ او سترګو یې ښکارېدل چې ستړی یا بې خوبه دی.‌ ډېر کم غږېده.‌

ما ځان ور وپېژانده چې له بي‌بي‌سي‌ راغلی یم.‌ بیا یې وپوښتلم چې له کوم ځایه؟ ما ویل له بي‌ بي‌ سي،‌ هغه د نوي‌ کور نوي‌ ژوند ډرامه خو اورئ‌ که نه؟ ویل ښه ښه،‌ هو، ‌راډيو لرو، ‌اورو یې.

نو له دوی مې اجازه تر لاسه کړه چې کیسه او مرکه یې خپروو.‌

'زما پوزه دې راپرې کړه،‌ اوس ستا پرې کوم'

څه باندې دوه میاشتې مخکې دا پېښه رامنځ ته شوې.‌

زرکه کیسه کوي‌ چې له کلونو راهیسې یې مېړه وهي او ټکوي.‌ دا یوه ورځ‌ د مېړه له اجازه پرته د پلار کور ته لاړه او پر پلارګنۍ کېناسته.

'ما ورته ویل چې ځنې خلاصه مې کړئ. وهي‌ مې،‌ ټکوي‌ مې،‌ پکو کوي مې.'

خو په دویمه ورځ‌ یې مېړه پسې ورغلی چې بېرته یې کور ته بوځي.‌ د زرکې پلار ورته ویلي‌، تر څو داسې ضامن ورنکړي‌ چې په لور به یې بیا لاس نه پورته کوي،‌ تر هغه یې نه ورسره پرېدي.‌

د زرکې مېړه خپل تربرونه د هغې پلار ته ضامنان ورکړي چې بیا به داسې نه کوي.

خو زرکه وايي چې مېړه یې پر لار ورته ویل،‌ 'زما پوزه دې راپرې کړه،‌ زه به ستا پوزه پرې کوم.'

د ویډیو تشریح، زرکه: 'له جیبه یې چړه راوایستله او زما پزه یې غوڅه کړه'

زرکه وايي چې کور ته راورسېدو نو ومې لیدل چې تومانچه او چاړه دواړه ورسره دي،‌ هماغه و چې دې د ځان خلاصولو لپاره ترې منډه کړي‌ دي او غوښتل یې یوه څنګلوري‌ کور ته ننوځي خو...‌

''زه یوه کور ته ترې ننوتم خو د کور دروازه بنده وه.‌ ده تر کمیسه راونیولم چې چېرې پردیو کورو ته ورننوځې.‌ ما ویل ته مې وهې، چاړه ورسره وه،‌ ځنې ډارېدم. همداسې راپورته شو،‌ باغچې ته یې ګوزار کړم، پوزه یې راپرې کړه او دی لاړ.''

کله چې د زرکې د ژوبل حالت عکس خپور شو

تر دې پېښې وروسته د زرکې یو عکس پر خواله رسنیو لاس په لاس شو چې پوزه یې پرې او پر مخ یې سرې وینې تر خولې او زنې بیا تر ټټره بهېدلې وې.‌ پر دغه عکس د یوه کابل میشتي‌ ډاکټر سترګې هم ولګېدې.‌ دغه ډاکټر د پلاستیکي‌ جراحۍ او د پوستکي‌ ناروغیو ماهر ډاکټر زلمی‌ خان احمدزی و.

په هغو شپو ورځو کې د ښاغلي احمدزي مېرمن‌ د کورونا کوېډ نولس له کبله مړه شوې وه،‌ د مړي‌ تر مراسمو وروسته ښاغلي‌ احمدزي له ننګرهاره ځان کابل ته رارسولی او د دې لپاره یې د زرکې د موندلو تکل کړی و چې په وړیا ډول به یې درملنه کوي.‌

''ما د پکتیکا والي‌ مجیب الرحمن څمکني ته زنګ وواهه چې خیر دی، دا مېرمن پیدا کړه،‌ ما ته یې راولېږه. زه که څه هم قرنطین وم، د روژې میاشت وه،‌ خو ما ویل خیر، دا قرنطین به هم مات کړم. خوشبختانه، ما دا ښځه پیدا کړه.''

د پوزې عملیات او د مخ لیدو تلوسه

زرکه او ډاکټر احمدزی
د عکس تشریح، زرکې راته ویل،‌ 'سمه ده،‌ ډېره سمه ده.‌ ډېره خوشاله یم چې اوس مې پوزه بېرته سمه شوه،‌ جوړه شوه.'

د زمري‌ پر دویمه (جولايي ۲۳)‌ نېټه د زرکې د پوزې پټۍ بدلېدله او زرکې لومړی ځل پر خپل مخ د نوې پوزې کتو ته شېبې شمېرلې.

ما لیدل چې ډاکټر څنګه د دې له پوزې پټۍ ایسته کړه، یو ناڅاپه یې خپلې پوزې باندې لاس راتېر کړ، ‌لکه چې باور یې نه کېده.‌ خو د یوې ښځينه په ګډون درو ډاکټرانو یو ځای غږ پرې وکړ چې مه مه، لاس مه پرې وهه. ډاکټرې اینه ورکړه چې خپله پوزه وویني،‌ په همدې شېبې کې ما وپوښتله چې زرکې څه پکې وایې،‌ څګه ده؟

زرکې راته ویل،‌ 'سمه ده،‌ ډېره سمه ده.‌ ډېره خوشاله یم چې اوس مې پوزه بېرته سمه شوه،‌ جوړه شوه.'

ډاکټر زلمي‌ ورته وویل چې دا به نوره هم ښه شي،‌ تر مخکینۍ پوزې هم دنګه.

د زرکې څېره وغوړېده او ډاکټر زلمي‌ احمدزي چکچکې وکړې.‌

ښاغلی احمدزی وايي‌، د زرکې د پوزې او غمبورو تر منځ‌ پوستکي نه یې هغې ته د پوزې چوکاټ جوړ کړ چې په خبره یې،‌ هېڅ مالومېږي‌ هم نه چې له هغه ځایه ټوټه پرې شوې.

'عملیات یې ډېر سخت وو.‌ امکانات کم وو،‌ ځکه چې د دې د پوزې تیر په بشپړ ډول له منځه تللی و.‌ خو موږ په دې وتوانېدو چې د پوزې تیر ورته جوړ کړو،‌ بیا مو ورته پلپ‌ جوړ کړ.‌ نو اوس یې پوزه په نارمل حالت کې ده او مخیکنۍ پوزې نه یې څو سانتې اوږده هم ده.'

ډاکټر احمدزی وايي‌ چې په دا ډول عملیاتو شاوخوا دوه زره ډالر لګښت راځي خو ده د دې لګښت د بښلو تر څنګ زرکې ته د شاوخوا پنځو سوو ډالرو په لګښت دارو درمل هم برابر کړل چې پوزه یې په بشپړ ډول جوړه شي.‌

د زرکې د پوزې ټکونه ایستل شوي او رخصت شوې ده،‌ د دې د جراح ډاکټر په خبره،‌ لږ تر لږه یوه میاشت وخت به ونیسي‌ چې د پوزې ټپونه یې جوړ شي.‌

دا لومړنۍ پېښه نه ده چې یو افغان نارینه له خپلې ښځې پوزه پرې کوي،‌ شاوخوا پنځه کاله مخکې په دایکنډي‌ کې د رېزه ګلې په نوم یوې مېرمنې سره هم مېړه همداسې کړي وو او په ۲۰۰۹ کې د روزګان بي‌بي‌ عایشې نه بیا خپل مېړه د کورنۍ د ځينو نورو غړو په ملتیا پوزه او غوږونه پرې کړي وو چې درملنه یې په امریکا کې وشوه خو د زرکې درملنه بیا په افغانستان کې دننه په کابل کې کېږي.‌

د زوی او مېړه تر منځ‌ د یوه ټاکل

زرکه او ډاکټر احمدزی
د عکس تشریح، زرکه غواړي له مېړه بېله او تفریق واخلي خو په افغان ټولنه په ځانګړي‌ ډول په پښتني‌ سیمو کې په اسانه څوک ښځې ته طلاق ورکولو ته زړه نه ښه کوي.‌

زرکه د معشوق په نوم یو شپږ کلن زوی هم لري‌ چې وايي،‌ ډېر پرې ګران دی او پسې خپه ده.‌

'ډېره پسې خپه یم،‌ چې مړۍ یا چي‌ ته کېنم هم،‌ دی مې راپه زړه شي خو نه پوهېږم چې مېړه به یې ما ته راکړي‌ او که نه؟'

په افغان ټولنه کې تر ډېره په داسې حالت کې د اولاد د ساتلو واک هم له قانوني او هم له دودیز پلوه پلار ته ورکول کېږي.‌

زرکه معشوق پسې خپه ده خو لږ تر لږه دې ته خوشاله ده چې کله یې پلار له دې پوزه پرې کوله نو زوی یې دا صحنه نه ده لیدلې.

د هغې د پوزې تر پرې کولو وروسته یې مېړه پټ‌ و.‌ د زرکې پلار او ترونو د هغو کسانو پر کور ډزې کړې وې چې د هغې د مېړه ضمانت یې کړی و.‌ وروسته یې مېړه پېدا او اوس بندي دی.

زرکه غواړي له مېړه بېله او تفریق واخلي خو په افغان ټولنه په ځانګړي‌ ډول په پښتني‌ سیمو کې په اسانه څوک ښځې ته طلاق ورکولو ته زړه نه ښه کوي.‌

دا چې عدلي او قضايي‌ ارګانونه به دا قضیه څنګه فيصله کړي،‌ لا مالومه نه ده.