تخار کې ولسي خلکو د طالبانو پر زندان برید کړی؛ ۴ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د خواجه غار ولسوالۍ خلکو په دارالعلوم سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان برید کړی چې په وینا "د طالبانو په ډزو څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي."

د خواجه غار ولسوال محمد عمر په شمال ختیځ کې د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي، خلکو له طالبانو د هغو طالب اړوندو کسانو سپارلو غوښتنه کوله، چې په دې ولایت کې پر یوه نجلۍ په جنسي تېري تورن شوي وو.

سیمه ییزې سرچینې وايي، په سیمه کې د خلکو راغونډېدو ګڼه ګوڼه په ډېرېدو ده او ځینې طالب وسله وال د خلکو لاس ته لوېدلي دي.

رپوټونه وايي، تېره ورځ طالبانو ویلي وو، چې دغه دوه تورن کسان د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ته لېږدوي، چې سیمه ییزو خلکو یې د لېږد مخالفت وکړ او د سیمې خلکو ته یې د دوی د سپارل کېدو غوښتنه وکړه، همدا وو چې د خلکو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

دوی وايي، د سیمې درې وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د زمري پر اومه، د تخار سیمه ییزو چارواکو او په شمال ختیځ کې د بشري حقونو کمېسیون منلې وه چې "وسله والو" په خواجه غار ولسوالۍ کې دوه پېغلوټې له خپل کوره ایستلې او پر یې یوې "ډله ییز تېری" کړی دی.

د خواجه غار ولسوال بي بي سي ته منلې وه، چې دا پېښه د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې شوې او ادعا یې دا وه چې دا کسان "د طالبانو اړوند" دي.

د یادو نجونو عمرونه ۱ او ۱۶ کلونه ښودل شوي.

په ورته وخت کې، طالبانو ویلي، دا پېښه رامنځ ته شوې، خو ویلي یې وو چې پېښه کې تورن کسان د دوی اړوند نه دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې بي بي سي ته ویلي وو، ددې پېښې عاملین یې نیولي او له څېړنو وروسته به یې محاکمه کړي.

خو د تازه پېښې په اړه طالبانو غبرګون نه دی ښودلی او ویاند یې وايي په اړه یې څېړنه کوي.