کار او بوختیا له افغان مېرمنو د اختر خوند اخیستی

    • Author, ښکلا شېرزاد
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په ټول افغانستان کې اختر په یوه ورځ لمانځل کېږي، خو د لمانځلو ډول یې جلا دی.

له پخوانیو هغو سره یې تو پیرونه هم ډېر دي، پخوا به کلیو او باڼدو کې اخترونه په کلیواله بڼه، ځانګرو جشنونو او مېلو لمانځل کېدل.

دلته مو د مېرمنو څو نظرونه راخیستي چې کوم اخترونه ورته په زړه پورې وو، هغه اخترونه چې په کلیو او بانډو کې به لمانځل کېدل که اوسني چې په ښارونو کې په عصري ډول لمانځل کېږي.

مرزیه د یوې دولتي ادارې کار کوونکې ده. دا وایي کار او ډېرې بوختیا د اختر خوندونه ترې اخیستي یوازې همدې ته خوشحاله وي چې رخصت به شي او څو ورځې به ارام وکړي.

مرزیه وایي د اختر خوشحالي په کلي کې وي، کله چې دوی په بغلان کې وو نو د اختر په شپه یې نکریزې لګولې او سهار به یې د نویو کالیو په اغوستلو سره د خوشحالۍ نه په ځان نه پوهېده، له مور اوپلار سره به مشرانو کورونو ته تلله او هلته به هغوی پیسې او وچه مېوه ورکوله.

د کور مخته و ونې په خاښ کې به مو ټالونه اچول، هګۍ به مو جنګولې، خو اوس داسې دودونه نشته، چې اختر یې پیکه کړی.

مینه احمدزۍ بیا له یوې خصوصي ادارې سره کار کوي وایي اوس هېڅ خوند نه ورکوي، چې کله اختر رانژدې شي نو داسې فکر نه کوي چې اختر دی.

مینه وایي، که څه هم خلکم اوس ډېر لګښتونه کوي، له وچې مېوې نیولې د کور تر فرش او ظرف پورې خو ژوند نه بدلوي او په یو حال روان دی او هېڅ بدلون نه مومي:

"اوس هر څوک خپل غم وړي خو پخوا به له اختر یوه میاشت مخکې موږ د کالیو غم کوو. اوس مو ورته فکر نه وي ځکه خلک بې مینې شوي هېڅوک د وېرې او امنیتي ستونزو له امله چېرې نه ځي".

هوسۍ احمدزۍ چې بیال په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره کار کوي وایي هغوی چې په رسنیو کې کار کوي اختر یې خوندور وي دوی د نویو او تفریحي خپرونو پر چمتووالي بوختې وې او کله نا کله د اختر په ورځو کې هم کار ته ځي.

احمدزۍ وایي، اوسني اخترونه پخوانیو ته نه شي رسېدلای خو ددوی لپاره تر ټولو خوشحاله اختر هغه دی چې خلکو ته د خوشحالۍ خبرونه ووایي او په تېرو څو اخترونو کې اوربند ددوی اختر له خوشحالیو ډک کړ. هیله یې همدا ده چې له دې وروسته اخترونه د پخوا په څېر وي.

بشرا بیا خپله خوشحالي د کلي په اخترونو کې ویني هغه وایي هر کال اختر په خپل کلي کې تېروي او کله همداسې شوي چې ټوله کورنۍ یې د اختر تېرولو لپاره کلي ته تللې، هغه وایي پخواني اخترونه ځکه ښه وو چې ډېر ساده به لمانځل کېدل خو له خوشحالیو به ډک وو.

بشرا د پکتیا ولایت د یوې لرې ولسوالۍ ده. هغه د خپل کلي د دود او دستور کیسه راته کوي:

"پکتیا کې خلک د اختر په شپو او ورځو کې په نوبتي ډول یو او بل ته ډوډی کوي، د اختر له لمانځه وروسته سړي د ګاونډیانو کورونو ته ځي او اختر مبارکۍ کوي خو ښځې بیا د اخترو له څو بوختو ورځو وروسته د خپلو خپلوانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره سر ورښکاره کوي."

ډنډه کی چې د پکتیا له مشهورو خوړو یادېږي د مېلمنو پالنه پرې کېږي او ماشومان چې په اخترونو کې د یوبل کورونو ته ځي هګۍ، پلي او پیسې ورکول کیږي خورلڼو ته بیا ورونه او نږدې خپل خپلوان اختری(پیسې) ورکوي.

اوس هغه دودونه ورو ورو په کمېدو دي چې د اخترو خوند یې له منځه وړی او یواځنی توپیر یې هم همدا دی چې خلک اوس په عصري او ښاري ډول یا هم د پیغامونو له لارې یو بل ته د اختر مبارکۍ استوي.