'مشورتي لویه جرګه به د ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک په اړه پرېکړه کوي'
د خپرېدو وخت
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د لوی اختر تر څلورمې به ۵۰۰ نور طالب بندیان چې نومونه یې په ور کړل شوي لېست کې نشته، له زندانه ازاد کړي. له دې سره به د حکومت له خوا د ازادو شویو طالبانو شمېر ۵۱۰۰ ته ورسېږي. ښاغلي غني، چې د اختر له لمانځه وروسته په ارګ کې خبرې کولې وویل، د طالبانو ورکړل شوي نوملړ کې ۴۰۰ داسې بندیان شته، چې د خوشي کولو په اړه یې باید جوړېدونکې مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي.