تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: افغان جګړه ملکیانو ته تر ټولو وژونکې ده
- Author, نورگل شفق
- دنده, بیبیسی افغانستان
- د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه وايي، که څه هم د تېر پرتله سږ کال په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه شوې خو په خبره یې دغه جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره تر ټولو وژونکې ده. دغه رپوټ نن (۶ زمری / ۲۷ جولايي) خپور شوی.
یوناما په خپل تازه رپوټ کې -چې نن خپور شوی- ویلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې درې نیم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما دغه رپوټ کې ویلي چې د نړيوالو ځواکونو او د داعش خراسان څانګې ترمنځ د عملیاتو د کمښت له کبله د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې خو دا بنسټ وايي، په دې موده کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه هېڅ نه ده کمه شوې.
دغه بنسټ د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتو او پکې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ډېروالي پر سر دغو دواړو لورو ته ګوته نیولې چې د سولې فرصت په جګړه تېروي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې دې رپوټ ته غبرګون ښودلی او وایي، په افغانستان کې روانه جګړه د ټولو غمیزو لامل ده. اعلامیه کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پر طالبانو غږ شوی چې جګړه او تاوتریخوالی ختم کړي او سوله وکړه.
د ارګ اعلامیه همدا راز پر طالبانو تور لګوي چې د جګړې پر مهال د ولسي وګړو په کورونو کې پناه اخلي او د سپر په توګه یې کاروي.
د یوناما رپوټ نور جزئیات څه دي؟
د یوناما مشرې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز له خولې پکې راغلي: "په داسې وخت کې چې د افغانستان حکومت او طالبان تاريخي فرصت لري چې د سولې خبرو لپاره د خبرو مېز ته سره راټول شي، تریخ حقیقت دا دی چې جګړه هره ورځ په دوامداره توګه ملکي وګړو ته لوی زیان اړوي".
اغلې لاینز په افغان جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د مرګ ژوبلې مخه ونیسي او د خبرو مېز ته سره کېني:
"زه له ښکېلو غاړو غوښتنه کوم چې په راپور کې د مستند شویو ناوړه پېښو او زیانونو په اړه -چې د افغانستان خلکو ته اوړي-غبرګون وښيي او د وژنو د مخنيوي لپاره پرېکنده اقدام وکړي او د خبرو مېز ته حاضر شي".
په دغه رپوټ کې د ۲۰۲۰ کال د لومړيو شپږو میاشتو د ولسي مرګ ژوبلې کچه په ډاګه شوې او دا پکې مستنده یا ثبت شوې چې په جګړه کې د ښکېلو لورو لخوا څومره ملکي مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رپوټ له مخې په دې موده کې ۳۴۵۸ ملکي وګړي زیانمن شوي چې له ډلې يې ۱۲۸۲ وژل شوي او ۲۱۷۶ ټپيان شوي دي.
ډېره مرګ ژوبله حکومت ضد عناصرو اړولې:
د یوناما په دغه رپوټ کې د ډېرې یانې ۵۸ سلنه مرګ ژوبلې مسوول حکومت ضد عناصر بلل شوي دي او د تلفاتو دا ډېروالی يې د اندېښنې وړ بللی دی.
د رپوټ پر بنسټ د حکومت مخالفانو له لوري دا مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو، برمته کولو او له هغوی سره "ناوړه چلند" او د صحرايي محکمو په ترڅ کې د سملاسي اعدامونو له کبله اوښتې ده.
وسله وال طالبان له دې ۵۸ سلنې د ۴۳ سلنه مرګ ژوبلې مسوول بلل شوي چې ۵۸۰ کسان پکې وژل شوي او ۸۹۳ ټپيان دي.
خو وسله والو طالبانو دغه رپوټ ته په غبرګون کې ویلي چې ریښتیا نه وايي.
د دې ډلې ویاند يې ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي: "موږ دا راپور کاملاً یو لوریز بولو او د هغو مالوماتو پر بنسټ ده چې هغه تنها ښاري سيمو کې دي، په واقعیتونو نه دی ولاړ".
د افغان ځواکونو له لوري د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۹ سلنه ډېره شوې او لاملونه يې هم هوايي بریدونه او د نښتو مهال "هوايي" ډزې ښودل شوې چې د ولسي خلکو د مرګ یا ژوبلې سبب شوې دي.
د دغه رپوټ پر استناد د تېرکال د همدې مودې پرتله د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په هوايي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله درې برابره لوړه شوې.
یوناما ماشومانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو له پلوه تر ټولو ډېر عامل دولت پلوه ځواکونه بللي دي.
خو د افغانستان ملي امنیت شورا د دې رپوټ غبرګون کې ویلي، طالبان په مستقیم ډول یا نورو وسلوالو ته د چاپېریال برابرولو سره د خورا ډېرې مرګ ژوبلې مسوول دي.
دا شورا وايي، د ولسي خلکو د خوندیتوب، له کورونا سره د مبارزې او د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره بیا پر طالبانو غږ کوي چې اوربند وکړي او سملاسي خبرې پیل کړي.
یوناما دا هم وايي، چې په دې موده کې د نړيوالو ځواکونو له لوري هېڅ ډول ولسي مرګ ژوبله نه ده ثبت شوې.
"د سولې خبرو کې دې د تاوتريخوالي د قربانیانو ستونزې اصلي ټکی وي"
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی همدا راز کاږي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېروالی په اصل کې په هستوګنیزو سيمو کې د نښتو له کبله دی او په خبره یې، ښځې او ماشومان په مستقیم یا نامستقیم ډول له دې جګړې ډېر اغېزمن شوي دي.
یوناما وايي، پر ملکیانو د جګړې ناوړه رواني اغېز تر میاشتو پاتې کېږي چې دوی له فزيکي، عاطفي، رواني او مالي پلوه ځپي او اندېښنې ور اچوي.
په رپوټ کې د کورونا وېروس وبا پر مهال له بشري حقونو د ګټې اخیستنې مسله هم یاده شوې چې په خبره يې، د جګړې له کبله خلک په اسانه لاسرسی نه ورته لري.
د یوناما د بشري حقونو مشرې فيونا فرېزر وايي، "د هغو وګړو او ټولنو تجربې، حقونه او اړتیاوې-چې د تاوتريخوالي له امله اغېزمنې شوې- باید د سولې د راتلونکو خبرو د اصلي ټکو په توګه په پام کې ونیول شي".
دغه بنسټ یادونه کړې چې د کوېد -۱۹ وبا په پراخه کچه پرې د اخته کسانو د بېرته ښه کېدا وړتیا کمه کړې ده نو له دې کبله هم د ملګرو ملتونو دې استازولۍ په افغان جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د قربانیانو حقونو او اړتیاو ته په پام "همدا اوس" تاوتريخوالی کم کړي.
دغه رپوټ داسې مهال خپرېږي چې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو او د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې ډېروالی راغلی او په ځينو هغو کې يې ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه هم ورکړل شوي.