د کابل ستالف ته تللي‌ یئ؟

د ویډیو تشریح، د کابل ستالف ته تللي‌ یئ؟
د خپرېدو وخت

نن سبا خلک ډېر ور روان دي،‌ هم یې سېل ته او هم یې په توتانو او ترخو شړومبو پسې.

په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د قرنطین له نرمېدو وروسته اوس خلک د ستالف تر څنګ بېلا بېلو پارکونو او سېلځیو ته په چکر ورځي.‌ که څه هم ښکاري‌ چې له کورونا وېروسه د ځان ساتنې لپاره روغتیايي‌ سپارښتنو ته چندان پام نه کوي‌، خو وايي تر وسه احتیاط‌ کوي.

نورګل شفق مو په دغه وېډیو کې زرغون ستالف ته ورولي.