په افغانستان کې د رسنیو سلګونه کارکوونکي په کورونا اخته دي’
د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د رسنیو سلګونه کارکوونکي په کورونا اخته دي. دغه شمېره په افغانستان کې د ټولو کارکوونکو لس سلنه برخه جوړوي.
د افغانستان د آزادیو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي د دغو کارکوونکو ډېره برخه هغه خبریالان او تصویر اخیستونکي دي چې د دغې ناروغۍ اړوند خبرونو پر پوښښ بوخت وو.
په افغانستان کې د کوروناوېروس د خپرېدو له مهاله تر اوسه پنځه فعال خبریالان او یو پخوانی خبریال هم د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي.
نن د عامې روغتیا وزارت وویل چې په دغه هېواد کې پر کورونا د اخته ثبت شوو کسانو شمېر له ۳۱ زرو او ۵۰۰ کسانو لوړ شو.