افغان چارواکي وايي، د تعلیمي ادرارو پرانیستنې پلان جوړوي

د ویډیو تشریح، افغان چارواکي وايي، د تعلیمي ادرارو پرانیستنې پلان جوړوي
د خپرېدو وخت

افغانستان کې د کورونا وبا له امله ښوونځي او پوهنتونونه لا تړلي، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه يې وايي د ښوونځيو او پوهنتونو بيا پرانيستې پلان لري.

د افغانستان پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه پر داسې پلانونو کار کوي چې له مخې یې وکړی شي ژر تر ژره د زدکړو بهیر بیا پیل کړي. د پوهنې وزارت وایي، ژر به حکومت ته، ښوونځيو ته د زده کوونکو د ورتلو بهير پیلولو پلان وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت هم وایي، که یې وړانديز ومنل شي، نو تر یوې میاشتې به پوهنتونونه بیا پیل شي. په افغانستان کې د کورونا ویروس خپرېدو له امله له تېرو دریو میاشتو ټول ښوونیز بنسټونه تړلي دي. نور جزئیات له کابله د شازیې حیا په راپور کې.