د پېښور لېدي رېډېنګ روغتون د ويډيويي تماس خدمت
د خپرېدو وخت
د پېښور لېډي رېډېنګ روغتون کې د کورونا ويروس ناروغانو څانګه کې د ویډیويي تماس داسې خدمت برابر شوی، چې کورنۍ کولی شي خپل ناروغان د روغتون پر کټونو وګوري او خبرې ورسره وکړي. د روغتون کارکوونکي وايي په دې وخت کې اندېښنې ډېرې وي نو دوی له خلکو سره د خبرو کولو او هغو ته د ډاډ په پار کونسېلېنګ يا مشورتي خدمت هم برابر کړی دی. ډاکتره نجما، د د دغه روغتون کورونا څانګه کې کار کوی، نوره کيسه په خپله همدا راته کوي.