تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ایران کې افغان سفیر: ایراني چارواکي مني چې د کډوالو پر موټر ډزې شوې
د خپرېدو وخت
په ایران کې د افغانستان سفیر وايي، دغه هېواد کې د افغان کارګرو موټر د ډزو او ټکر له کبله اور اخیستی دی. سفیر عبدالغفور لېوال وايي، ایراني چارواکو ورته ویلي، دغه موټر کې غیر قانوني قاچاقبرو غیر قانوني کډوال لېږدول، چې پولیسو ته یې نه دی درولی او هغوی هم ډزې پرې کړې دي. په دې پېښه کې درې افغانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. افغان چارواکي وايي، د دغې پېښې په اړه نورې پلټنې هم کوي. دې پېښې ته پر خواله رسنیو ډېری افغانانو توند غبرګون ښوولی دی. صابر عزیز یې نور جزیات لري.