د طالبانو او القاعده اړیکو رپوټونو په هکله د افغان حکومت اندېښنه
د خپرېدو وخت
افغان حکومت له القاعدې سره د طالبانو د اړيکو په تړاو خپرو شويو رپوټونو باندې اندېښنه ښوولې ده. طالبانو دا خبر رد کړی دی او وايي دا ناسمې، استخباراتي او د دوى په وينا له کینې ډکې څرګندونې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکې پالي. د ملګرو ملتونو د شورا په خبره د القاعده ډلې جګپوړي مشران، د دې ډلې سلګونه جنګیالي او د نورو نړیوالو ترهګرو ډلو غړي لا هم په افغانستان کې دي او له طالبانو سره اړیکي پالي. نور حال له کابله د شازیې حیا په رپوټ کې.