افغان حکومت د اروپايي ټولنې د اعلامیې هرکلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان حکومت د اروپايي ټولنې د هغې اعلامیې ملاتړ کړی چې د تېرې جمعې په ورځ یې له افغانستان سره د ولسواکۍ د ارزښتونو خوندي کولو په شرط د مالي او سیاسي ملاتړ د دوام ترڅنګ ویلي چې د سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوي چې پایله یې تل پاتې سوله او پخلاینه شي.
په هغه اعلامیه کې دغه راز ټنیګار شوی چې دا سیاسي روغه جوړه باید هغه لاسته راوړنې وساتي چې د بشري حقونو او ولسواکۍ په برخه کې په تېرو ۱۹ کلونو تر لاسه شوي دي.
د شنبې پر ورځ افغان حکومت په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان د سولې او انکشاف د ملاتړ په خاطر د اروپایي ټولنې د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي:
'' افغانستان د اروپایي ټولنې د دوامداره مرستو په ځانګړي ډول د ډیموکراسۍ د تقویت، بشري حقونو، پایداره انکشاف او د ښځو حقونو په برخو کې مننه کوي. ''
له دې مخکې وسله والو طالبانو د اروپايي ټولنې د دغې اعلامیې ته غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو ''د راتلونکي نظام په اړه به خپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې پرېکړه کوي. ''
بل لور ته د ارګ په اعلامیه کې راغلي:
''اروپایي ټولنه د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام چې د ټول ملت د غوښتې پر اساس رامنځته شوی، ملاتړ کړی دی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت سره چې د اروپایي ټولنې هیوادونه یې غړیتوب لري، د ګډ امنیت د تامین په موخه دوستانه، صمیمانه او دوامداره مناسبات لري. ''
له دې مخکې د ذبیح الله مجاهد له ادرسه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي. موږ په کراتو پخپلو بیانیو کې ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پېچلې کوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبان وايي، له امریکا سره د شوې توافقنامې په اساس د امریکا متحدین هم ژمن دي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به مداخله نه کوي.
د طالبانو اعلامیه کې راغلي، "د راتلونکي نظام په هکله به پخپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تصمیم نیسي او دا د افغانانو مشروع حق دی."
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې طالبان باید له امریکا سره د دې ډلې د شوې هوکړې روحیه مراعات کړي.
ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو خپلمنځي خبرو سمدستي پیل لپاره د خوشې شویو پام وړ شمېر زندانیانو پر بنسټ باور فضا رامنځته کړي.
اروپايي ټولنې د کابل په لویدیځه څنډه کې پر روغتون د وروستي بریدونو په ګډون په بشري او طبي برخو کې پر کار کوونکو بریدونه غندلي دي.
دې ټولنې د بشري موخو لپاره او د کوویډ۱۹ سره د مبارزې په موخه د بشر پالنې سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د سیاسي روغې جوړې په رڼا کې اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د مخکنیو جګړه مارو او د هغو د کورنو په ټولنه کې د ادعا لپاره مرستې ته چمتو ده.
داروپايي هېوادونو دې ټولنې د سیمه ییزه همکارۍ، ثبات، سولې سوداګرۍ او د آسیا او اروپا ترمنځ د اتصال لپاره هم د مرستې ټټر وهلی.
د اروپايي ټولنې دا بیان څو وروسته له هغه مخې ته راځي چې په افغانستان کې ددې ټولنې استازي رولنډ کوبیا ویلي که د بندیانو ازادول د باور جوړولو لپاره وي، نو باید تلپاتې اوربند ورپسې وي نوموړی پر ټوېټر بیان کې ویلي وو چې پخواني وسلوال خوشي کول چې بیا سبا وسله پورته کولی شي-دا هغه څه دي- چې د باور په ځای د نورو تسلط زیاتوي، ځکه باید د اصولو له مخې وي.



















