د عامې روغتیا وزارت له ویاند سره د کرونا وېروس په تړاو مرکه
د خپرېدو وخت
د کورونا وېروس د خپرېدو له پېله راهېسې یې پر خواله رسنیو او د خلکو تر منځ ډېر کله د دغې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په اړه ناسمې سپارښتنې هم خپرېږي. کابل کې زموږ همکاره شازیه حیا د عامې روغتیا وزارت له ویاند وحید مایار سره د کرونا وېروس د مخنیوي او یا هم درملنې په تړاو د ناسمو باورونو په اړه غږېدلې او په پیل کې یې پوښتلی چې د مالګوبي، سرکې اوبه او یا هم د لیمو اوبو غړغړه د دې ویروس په تداوي یا مخنیوي کې ګټور تمامیدلای شي؟