افغانستان: د ارګ ۲۰ کارکوونکي پر کورونا وېروس اخته دي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

افغان حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ شلو کارکوونکو د کورونا ويروس معاینه مثبت راختلې. د سرچینو په وینا ولسمشر محمد اشرف غني او مرستیالان یې ښه دي. او په ارګ کې د کورونا ويروس د مخنیوي ټول تدابیر نیول شوي دي.

سرچینې وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ سلګونه کارکوونکي او لسګونه نور دفترونه لري خو په ارګ کې د کورونا ويروس د مخنیوي ټول تدابیر نیول شوي دي.

له دې وړاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د ارګ د څلویښتو کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړی و.

.

د عکس سرچینه، Arg

په تېرو څو ورځو کې لیدل شوي چې ولسمشرغني د ویډیو کنفرانس له لارې د غونډو مشري کوي. خو پرون یې په ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره وکتل.

په دې غونډه کې له ایرانه د افغان کډوالو د راستنولو پر ورو کولو هم خبرې شوي دي.

په امریکا کې د جانز هاپکینز د پوهنتون په وینا ټوله نړۍ کې کابو ۲ میلیونه او ۳۶۸ تنه په کورونا وېروس اخته شوي او ۱۶۳ زره تنه یې مړه شوي دي.

کورونا
کورونا