کورونا افغانستان کې؛ هرات کې د ناروغانو چټک ډېرېدل

د عکس سرچینه، د هرات روغتیا ریاست
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ کسانو ته ورسېد.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا ۴۳ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ۴۱ په هرات او ۲ هم کابل کې دي.
له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې د کورونا نیولیو شمېر په چټکۍ ډېرېږي.
د نویو شمېرو له مخې دغه ولایت کې د کورونا نیولیو شمېر ۱۸۴ ته ورسېد.
تر اوسه دغه ولایت کې درې کسان له کورونا مړه شوي دي.
له ایران د زرګونو کډوالو ورځني ستنېدلو هرات له کورونا ډېر زیانګالی یا اسېبپزیر کړی دی.
دې ولایت کې په کورنا اخته لومړني کسان له ایران ستانه او یا له دې ستنو شویو سره تماس کې وو.
خو اوس روغتیا وزارت وايي، په کورونا تازه اخته ۴۱ کسان ایران ته د سفر مخینه نه لري.
له هرات وروسته کابل

له هرات وروسته پلازمېنه کابل د کورونا ۱۴ مثبتو پېښو سره تر نورو ولایتونو ډېر دا ناروغان لري.
روغتیايي چارواکي وايي، یوازې تېرو دریو ورځو کې یې له کابل ۱۵۰۰ شکمنې پېښې ټولې کړې دي.
د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره حکومت په کابل، هرات، زرنج او فراه کې پر تګ محدودیت لګولی دی.
کابل کې د دې ناروغانو زیاتېدو سره چارواکي د دې محدودیت د زیاتولو خبره کوي.
په ځینې ولایتونو لکه ننګرهار، بلخ، بغلان، کندوز او بدخشان کې هم ځايي چارواکو په ښار کې محدودیتو لګولي دي.
تراوسه په هرات، کابل، فراه، سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغېس، سرپل، پکتیکا او بغلان کې د کورونا ناروغان پېژندل شوي دي.
د روغتیا وزارت وايي، تر اوسه له دې ناروغۍ څلور کسان مړه شوي او لس نور روغ شوي دي.
مرستې

د عکس سرچینه، MINISTRY OF PUBLIC HEALTH
افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو زیاتېدو سره څو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
نن افغانستان ته د چین د ژمنه شویو مرستو لومړۍ جوپه ورسېده.
روغتیا وزارت وايي، ټاکلې ده چین د کورونا د تشخیص ۵۵ زره کېټونه هم افغانستان ته واستوي.
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ( د اپرېل ۲) کابل هوايي ډګر کې د دې مرستو د ترلاسولو مراسمو کې وویل، چې امریکا هم د ۱۵ میلیون ډالرو او نړیوال بانک د سل میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د هغه په خبره، کورونا نړیوال کړکېچ دی او نړیواله همکاري او یووالی غواړي.
له دې مخکې متحده عربي اماراتو هم د کورونا وېروس د تشخیص ۲۵ زره کېټونه افغانستان ته لېږلي دي.
ټاکلې ده نن د حیرتان بندر له لارې ازبکستان افغانستان ته درې سوه ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریزې، ۵۰ ټنه شکره یا بوره، ۵۰ ټنه غوړي، ۵۰ ټنه سابون او روغتیايي او خوندیتوب جامې ولېږي.



















