تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا پر ظریفه غفاري برید وغانده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د میدان وردګ ولایت پر ښارواله ظریفه غفاري برید غندلی دی.
د امریکا حکومت له افغان چارواکو غوښتي چې د دې پېښې پوره پلټنې وکړي او هغه کسان محاکمه کړي چې د مېرمن غفاري پر ګاډي یې برید کړی دی.
افغان حکومت مني چې نامالومو وسلوالو د ظریفه غفاري پر موټر ډزې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د یکشنبې ورځې دې برید کې مېرمن غفاري او نورو کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.
افغان رسنیو له دې مخکې د ظریفه غفاري له خولې لیکلي و چې طالبان یې تل ګواښي.
خو د وروستي برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
ظریفه غفاري درې اونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو مېرمنو سږنۍ جایزې ته غوره شوه.
د زړورو ښځو جایزه هر کال هغو ښځو ته ور کول کېږي چې د سولې ټینګولو، عدالت، انساني حقونو، جنسیتي برابرۍ او په هېواد کې د ښځو د رول پیاوړي کولو هڅې کوي.
له دې مخکې نورو افغان مېرمنو هم دا جایزه ګټلې ده.
۲۶ کلنه مېرمن غفاري د کابل لوېدیځ ته د یوه ناامن ولایت میدان وردګ د مرکز میدانښار ښارواله ده.
نوموړې تېر کال د بي بي سي د سلو ښځو نوملړ کې د الهام بښونکو مشرانو او مدیرانو برخه کې له ۱۹ غوره شویو مېرمنو یوه وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر میرمن غفاري د برید غندلو بیانیه کې ویلي، چې نوموړې د زړورتیا او مشرۍ له امله د زړو ښځو جایزې ته غوره شوې وه:
"داسې ځانګړنې د هغو کسانو سره ټکر کې دي چې غواړي افغان مېرمني له بشپړ ګډون لرې وي".
د ښاغلي پمپیو په خبره، د افغانستان راتلونکی د هغو کسانو په لاس کې دی چې سوله او سیاسي حل لارې غواړي، نه هغه چې د افغان مېرمنو د ګواښلو لپاره تاوتریخوالي کاروي.
له طالبانو سره- چې د ښځو محدودونکی سیاست لري- د امریکا خبرې او د سولې توافق د مدني فعالانو او ښځو د حقونو لپاره د مبارزانو نیوکې را پورته کړې دي او وايي چې دا تړون د ښځو په هکله د طالبانو چلن ته له پام پرته شوی دی.