تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د محقق زوی باقر د خپل ورور له لوري وژل شوى
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال حاجي محمد محقق د دوو زامنو حسین محقق او باقر محقق ترمنځ شخړه شوې، چې په پایله کې یې باقر محقق وژل شوی او پنځه نور ساتونکي ټپیان شوي.
د دغه وزارت مرستیالې ویاندې مروه امیني رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي، حسین محقق هم ټپي شوی.
اغلې امیني وايي، پېښه نن (یکشنبه) نهه نیمې بجې د کابل ښار درېیمه کارته سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د اجراییه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق هم رسنیو ته په یوه لیږل شوي اعلامیه کې دا تایید کړې چې محمد باقر محقق د خپل ورور محمد حسين لوري وژل شوی او ویلي یې دي چې حسین "له څو کلونو راهیسې رواني ستونزه لرله چې دا ستونزه یې په وروستیو کې زیاته شدیده شوه".
هغه زیاته کړې چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې باقر ویده و.
د محمد محقق یوه نژدې خپلوان عصمت الله خنجري بي بي سي ته وویل، نن سهار د محقق کشر زوی حسین محقق، د ده په وینا یو څه "رواني" ستونزه یې لرله، وسله راخیستې، خپل ورور باقر محقق یې وژلی او ځینې ساتونکي یې ټپیان کړي دي.
نوموړی وايي، له امنیتي بنسټونو سرتېري سیمې ته رسېدلي او ورتلونکې لارې یې تړلي او حسین محقق یې نیولی او روغتون ته یې لېږدولی دی.
ښاغلی خنجري وايي، تېره شپه هم دغه دواړه وروڼه یوځای و او یوځای یې ناسته پاسته لرله.
د ۲۰۱۷ جولای میاشت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، د اجراییه ریس د دویم مرستیال محمد محقق ساتونکو په 'تېروتنه' یوه ناوې وژلې او څلور کسان یې ټپي کړي دي.